Connect with us

1393ټاكنې

عابدي: په ټاکنیز نظام کې سمونونه حتمي دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-22-17h52m57s167

د ولسمشر ویانداجمل عبید عابدي وایي؛ حکومت به په ټاکنیز نظام کې د ژورو اصلاحاتو له راوستو یو ګام هم په شا نه شي.

نوموړی ټینګار کوي چې د ټاکنیز نظام اصلاح د مدني ټولنو د وړاندیزونو تر څنګ د افغانانو له اساسي غوښتنو څخه ده.

په همدې وخت کې د ټاکنو د څار ځینې بنسټونه خبرداری ورکوي چې ټاکنیز اصلاحات د حکومت د رهبرانو د شخصي ګټو قرباني شوي او هغوي د پارلماني ټاکنو د تر سره کېدو لپاره هیڅ اراده نه لري.

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي:

افغان دولت په ټاکنیزو بنسټونو کې د سمونونو د راوستو له پاره په بشپړه توګه ژمن دی؛ دا نه یوازې د مدنې ټولنو غوښتنه ده؛ بلکې عام افغانان هم همدا ډول غوښتنه لري؛ له همدې امله ده چې دولت به له هغه څه څخه چې له خلکو سره یې ژمنه کړې، یو ګام هم په شا نه شي.      

که څه هم حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په جوړېدو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره لومړنی ګام پورته کړ، خو د یوې میاشتې په تېرېدو سره د کمیسیون کار معلوم نه شو او لا هم د ولسمشر او اجرایي رییس تر منځ پر دې سخت اختلافات دي چې د دغه بنسټ مشري باید څوک وکړي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، له ټاکنیزو اصلاحاتو سره چلند ټیمي دی او د اصلاحاتو بحث هم د حکومت د مشرانو د شخصي ګټو قرباني شوی دی.

vlcsnap-2015-04-22-17h53m11s59

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایي رییس یوسف رشید:

څرنګه چې لیدل کیږي، په ټاکنیز نظام کې سمونونه د حکومت له خوا د یو قانوني اصل په توګه نه منل کیږي؛ بلکې د داسې یو اصل په توګه چې یوازې د دوی شخصي ګټې ورته مهمې دي، منل شوی، که په همدې ډول مخکې لاړ شو، له بده مرغه چې ښې پایلې به ونه لري.      

د ولسي جرګې غړي هم وایي چې پارلماني ټاکنو ته به هغه مهال زمینه برابره شي چې د ټاکنیزو بنسټونو څیرې بدلې شي.

دوی وایي، د ټاکنیزو اصلاحاتو له راوستو پرته ټاکنې به د ۱۳ کلونو لاسته راوړنې نابود کړي.

vlcsnap-2015-04-22-17h53m41s95

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي:

دوی باید په تر ټولو نږدې فرصت کې ټاکنیزو سمونونه پیل کړي وای؛ که څه هم د ټاکنیزو سمونونو بهیر په یوه سیاسي مدار بدل شو؛ خو د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې قانوني نهادونه له اوسني حالته راوباسي او ټاکنیز سمونونه پیل کړي.

         vlcsnap-2015-04-22-17h54m03s65

د ولسي جرګې غړی شېرولي وردګ:

که چیرې داسې وشي چې ټاکنیز سمونونه د دوو ټیمونو (ډاکټر عبدالله او ډاکټر غني) د غوښتنو له مخې وي؛ دا بیا له اوسني حالته خظرناک دي؛ ځکه سمونونه په دې معنا چې د کار وړ، افغان شموله او په کار پوه کسان باید راشي او دا کار په مخ بوزي.          

د قانون له مخې، پارلماني ټاکنې باید د همدې میاشتې په اوږدو کې تر سره شوې وای، خو د ولسمشر دوهم مرستیال وایی، ټاکنې به په یوه کال ځنډ سره تر سره شي.

Advertisement

1393ټاكنې

ازبکستان او افغانستان له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پر همکارۍ ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۲)

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال  عبدالرحمن قاسمي نن ( سې شنبه د وږي ۲۱)  د ازبکستان له سفیر سره په کابل کې  وکتل.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ته له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پر څرنګوالي معلومات وړاندې کړل.

د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د ازبکستان له سفیره وغوښتل، چې د نشه‌یي توکو د له‌منځه وړلو په برخه کې له یاد معینیت سره همکاري وکړي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولینو دغه راز، د ازبکستان له سفیر  یادګار خواجه شادمانوف څخه وغوښتل، چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې هم همکاري وکړي.

دغه راز دواړو لوریو د نورو مسایلو تر څنګ د نشه‌یي توکو په پروندو کې د بندیانو پر تبادلې هم هر اړخیزه خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له هوډ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې خوښي وښودله او مسوولینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

د ۹۷ ټاکنې

انتخابات ۹۷: چالش‌های انتخاباتی ریاست جمهوری

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Continue Reading

1393ټاكنې

یو امریکایي څېړنیز مرکز د ۲۰۱۴ کال له ټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تازه څېړنه وایي، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمد اشرف غني بریالیتوب په روڼ ډول تر سره شوې نوی او د افغانستان پر ټاکنیز نظام د بیا کتنې او سمونونو غوښتنه کوي.

د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په تازه څېړنه کې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خبرې شوې دي.

امریکایي څېړونکی توماس جانسون د پېنځه کاله مخکې  ټاکنو په تړاو مهم معلومات تر لاسه کړي؛ که څه هم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند لازمې رایې تر لاسه نکړې، خو د ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمداشرف غني بریا قانوني نوه.

د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي؛ محمد اشرف غني د ټاکنو په دوه یم پړاو کې له هغو ساحو ډېرې رایې تر لاسه کړې، چې په لومړي پړاو کې یې کمې ګټلې وې. کابل یوه بېلګه ده، چې غني د ټاکنو په لومړي پړاو کې یودېرش سلنه رایې ګټلې وې؛ خو په دوه یم پړاو کې یې دوه پنځوس سلنه رایې

څېړونکي توماس جانسون دا هم څرګنده کړې، چې عبدالله عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې بریالی و؛ خو په دوه یم پړاو کې یې د درې اعشاریه اووه سلنه رایو له توپیر سره د کابل اووه سلنه رایې له لاسه ورکړې، په یوه ولایت کې، چې وګړي یې د هر قوم دي او ګډ ژوند کوي، دا د نه باور وړ بدلون و. دې ته ورته مونږ نور شواهد هم لرو، چې ټاکنې له درغلیو سره مل وې.

په دې څېړنه کې ټینګار شوی، چې ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو ناورین جوړونکیو پروګرامونو د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابره کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي د ملامتیا پیټی پر نړیواله ټولنه وراچوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي زیاتوي؛ یوازني کس، چې مخالفت وکړ د امریکا سفیر و او دې کار ته یې د وخت پر نلرلو ټینګار وکړ.         

د دوه زره نولسم کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځینې سپارښتنې کیږي، چې د درغلیو مخه باید ونیول شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې درغلۍ، سرغړونې او تېروتنې ډېرې شوې دي.    

اوس سیاسي ګوندونه او ځینې څاروونکي بنسټونه  ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون  کمیشنران باید بدل شي.

ټاکنیزو بنسټونو کې سمونونه د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه لیک مهمه برخه وه، خو څاروونکي وایي، چې حکومتي مشرانو دې برخې ته پاملرنه نده کړې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!