Connect with us

تازه خبرونه

طالبان د ۲۰۱۸ کال تر ټولو خونړۍ ډله وپېژندل شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آسترالیا د اقتصاد او سولې انستیتوت د نظر پوښتنې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې طالبان د نورو ټولو ډلو په پرتله وژونکي وه او ترې رامنځته شوي زیانونه درانده دي.

په آسترالیا کې د اقتصاد او سولې انستیتوت څرګنده کړې، چې په ۲۰۱۸ کال کې د طالبانو د تاوتریخوالي او زیانونو کچه شاوخوا یواویا سلنه زیاتوالی ښیي او په دې توګه یې طالبان تر ټولو خونړي نومولي دي.

د دغې څېړنې د نوملړ له مخې، طالبان تېر کال د شپږ زره یو سل و درې کسانو د تلفاتو عامل ول، چې د نړۍ په کچه د تاوتریخوالي اته دېرش سلنه جوړوي.

د مدني ټولنو د شبکې رییس عزیز رفیعي ویلي؛ په بنسټیزه توګه ټولې ډلې د رادیکالو، چپ او ښیو په ګډون که څه شرقي وي او که غربي د نننۍ نړۍ لپاره، چې زغم په کې ناشونی دی؛ ګواښوونکې دي.

د داعش جنګیالیو تاوتریخوالي د کمي په اړه دې بنسټ ویلي، د تېر کال بریدونه یې یواویا سلنه کم شوي دي.

نوې نظر پوښتنه ښیي، چې داعشیان تېر کال د یو زر و درې سوه اته ویشت کسانو د تلفاتو مسوول دي؛ خو څرګندوي، چې په تېر کال کې یې د نړۍ په کچه تاوتریخوالی ۱۵ سلنه کم شوی دی.

د ملي اردو متقاعد جنرال دولت وزیري ویلي، چې اصلي خبره داده، چې په افغانستان کې چا جګړې ته زمینه برابره کړې او دا کار طالبانو کړی. ترهغې، چې طالبان ونه غواړي د سولې له بهیر سره یوځای شي؛ نور وسلوال به هم جګړه روانه ساتي.

یو شمېر خواخوږي باوري دي، چې که طالبان همداسې خپلو بریدونو ته زور ورکړي او د سولې په تړاو ارزښتونه بابېزه وګڼي؛ کولی شي د پخلاینې بهیرهمدا راز شاته وغورځوي.

د افغانستان د سولې کور د بورد غړې نگینه یاري څرګنده کړې، چې داسې ډلې هم شته، چې ډېر مشروعیت غواړي؛ له شک پرته دا ډله کولی شي د سولې بهیر هم وننګوي.

طالبانودغه راپور رد کړی او له دې  مخکې یې د یوناما هغه راپورونه هم رد کړي، چې طالبان یې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ستر سبب بللی و.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!