Connect with us

بلخ @ps

طالبانو د کندز ښار تر دوه کیلومتري پورې ځانونه رسولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-02-13-17h29m59s249کندز بیا هم د تلې میاشتې د لومړیو ورځو په څير یو ځل بیا د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلی دی؛ طالبان له څلورو خواوو د کندز ښار ته نږدې شوي دي. یعنې که کندز ته جدي پاملرنه ونه شي، د کندز ښار د بیا ځلي سقوط خبره هم له امکانه لرې نه ده.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وایي، که امنیتي حالات همداسې وي لکه ، چې دي لیرې نه ده، چې کندز بیا سقوط وکړي.              

د ولسي جرگې غړېسیمین بارکزۍوایي، که دا ځل خوبولی شي او د ناامنه ولایتونو په فکر کې نه شي خلک به چپ پاتې نه شي.

د کندز د حقیقت موندنې کمیسون پلاوی محمد ایوب رفیقيوایي، کومې کمزورتیاوې، چې د کندز د سقوط سبب شوې وې، اوس هم په خپل ځای پاتې دي.

د حقیقت موندنې پلاوي دغه غړی په دې باور دی، چې حکومت کندز ته په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د کندز ښار د بیا سقوط وېره ده؛ ځکه طالبان دا ځل ډېر تجهیز شوي او د کندز ښار سقوط ته په کمین کې ناست دي.

د کندز له سقوط پېنځه میاشتې وروسته هم دغه ولایت والي نه درلود.

اوس حکومت توانیدلی، چې د کندز د سولې شورا پخوانی رییس اسدالله عمر خېل دغه ولایت ته د والي په توگه وټاکي.

د کندز نوی والي اسدالله عمرخيل مني، چې طالبان یې د دفتر تر دوه کیلو متري رسیدلي او کندز ښار تر محاصرې لاندې دی.

د کندز د نوي والي لومړنی پروگرام دا وښود؛ کله، کندز ته ولاړم طالبانو ته به فرصت ورکړم، چې خپلې وسلې په ځمکه کیدي او که نه بیا زه په جنگ کې بشپړه تجربه لرم.

د کندز له سقوط وروسته ولسمشر دوه ځله دغه ولایت ته ولاړ، په وروستي سفر کې یې ژمنه کړې وه چې ژر به د طالبانو له شتون څخه د کندز د پاکولو عملیات پیل شي؛ خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

که دا ځل کندز سقوط وکړي، پړه به څوک وي، سیمه ییز حکومت او یا هم د ملي امنیت شورا؟

دا به راتلونکی وښيي، چې پړ څوک دی.

خبریال: نصرت پارسا.

 

Advertisement

بلخ @ps

ايتالوي سيلانيانو د افغانستان په بلخ ولايت کې له تاريخي سیمو ليدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۲)

د یکشنبې پر ورځ د بلخ له تاریخي آثارو څخه د لیدونکیو یوې ډلې ایتالوي سیلانیانو څرګنده کړې، چې د ډاډمن امنیت له کبله بریالي شوي، چې په تېرو نهه ورځو کې له بامیان، هرات او کابل ولایتونو څخه هم لیدنه وکړي.

د نهو بهرنيو سيلانيانو دغه ډله وايي، چې افغانستان ته د سفر پر مهال يې د دغه هېواد د خلکو له فرهنګ او دودونو سره مينه پيدا کړې ده.

دې سیلانیانو، چې د بلخ ولایت له تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو څخه د لیدنې لپاره مزارشریف ښار ته سفر کړی څرګندوي؛ له نهه ورځو راپدیخوا یې په افغانستان کې له تاريخي آبداتو لیدنه کړې او له باميانو، هرات او کابل وروسته اوس بلخ ته راغلي دي.

ایتالوي ګرځندوي لوکا په ډاګه کړې؛ زه ډېر ښه احساس لرم. زه له دې افغاني جامو سره د آرامۍ احساس کوم. دا جامې په ګرم موسم کې ډېرې ښې دي. واقعاً دا جامې د افغانستان د اقلیم لپاره جوړې شوي دي. کله، چې زه بېرته ایتالیا ته لاړم دا جامې به هلته هم کاروم.

 ایتالوي ګرځندویه راضیه وایي؛ زه ترکي الااصله ایتالوۍ یم. اوس افغانستان ته راغلې یم او د دې ښکلي هېواد له لیدو ډېره خوښه یم. دا هغه څه دي، چې ما د دې هېواد د ښکلا په اړه اوریدلي وه. زه دلته د دې ځای پر لیدو حیرانه یم.

دغه بهرني سیلانیان وايي، چې په بهر کې د افغانستان په اړه ناسم فکر کیږي؛ خو تېره اوونۍ مو د خپل سفر په بهیر کې د افغان ټولنې مثبت واقعیتونه ولیدل.

 ایتالوي ګرځندوی رابرتو څرګنده کړې؛ زه واقعیاً ډېر خوشحاله یم، چې دلته راغلی یم او په‌دې ښکلي هېواد کې یوو. دا هېواد، چې لرغونی تاریخ او ډېر زوړ فرهنګ لري؛ زه یې رښتیا هم په لیدو خوشحاله یم.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شمېر د زیاتوالي خبره کوي. او وایي؛ په‌ دې وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د  ګرخندوی آمر عبدالړاحد احدي وايي، چې د روان کال په لومړيو درې مياشتو کې له ټولې نړۍ څخه څه باندې ٢٠٠ بهرنيو سيلانيانو بلخ ته سفر کړى دى.

بلخ د هېواد په شمال کې د څه باندې سل لرغونو او تاريخي آثارو او سيمو لرونکی ولایت دي، چې هر کال ګڼ‌شمېر کورني او بهرني سيلانيان ورځي.

حضرت علي کرم الله وجه ته منصوبه مقبره، د مولانا جلال الدین د پلار خواجه پارسا ولي خانقاه  او د رابعې بلخي مقره  د بلخ ولایت له لرغونو او مهمو ځایونو څخه دي.

دغو ګرځندویانو ويلي؛ په افغانستان کې وضعیت د هغه څه برعکس دی، چې د یو شمېر بهرنیو رسنیو له لارې یې په اړه څرګندونې کيږي.

 

Continue Reading

بلخ @ps

د بلخ په مرکزي روغتون کې د کانګو ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

 د بلخ ولایت روغتیايي مسوولین وايي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په دې ولایت کې د کانګو پر ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس په خلکو کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه د اندېښنې پر څرګندولو ويلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغې ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس نجيب الله توانا د کانګو تبې پر وړاندې د همغږۍ په غونډه کې وويل، چې تر اوسه په‌دې ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.

د بلخ ولایت د پېنځه سوه بستریز روغتون رییس داکتر نبی الله امیري ویلي؛ دغه ناروغي خطرناکه او وژونکې ده او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له څارویو سره له اړیکو ډډه وکړي.

دغه راز د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو له رسنیو او د دغه ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه غوښتي، چې له عامې روغتیا ریاست سره دې د خبرتیا په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د بلخ ولایت د کورنیو غړي، چې خپلوان یې په‌دې ناروغۍ اخته شوي، له نورو ښاریانو غوښتنه کوي، چې د داکترانو لارښوونې دې جدي ونیسي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي ذبيح الله نوراني له رسنيو وغوښتل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، چې د دغې وژونکې ناروغۍ له زيانونو ځانونه خبر کړي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست چارواکي د کانګو تبې د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د لوی اختر له رارسېدو سره به د څارویو د پیر او پلور په بازارونو کې نوره ګڼه ګوڼه هم پیدا شي.

Continue Reading

بلخ @ps

په بلخ هوايي ډګر کې له تېرو ۱۹ میاشتو راپدیخوا د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۴۰۲)

د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر مسوولین وايي؛ په څه باندې یو کال کې یې د ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو او دری میلیون دالرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد په شمال کې تر ټولو لوی هوايي ډګر دی، چې په تېر کې له دې هوايي ډګر څخه د سرو زرو او امریکايي دالرو د قاچاق په تړاو ګڼې اندېښنې وې.

د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره له دې هوايي ډګره د سرو زرو او دالرو د قاچاق مخه ونیول شوه.

د جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر مرستیال عبدالغفار فاروقي څرګنده کړې؛ په تېرو ۱۹ میاشتو کې توانیدلي، چې په دې هوايي ډګر کې د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو او دری میلیون امریکا يي دالرو د قاچاق مخه ونیسي.

د عبدالغفار فاروقي د څرګندونو له مخې؛ د یاد هوايي ډګر ۲۰ کارکوونکیو ته د ازبکستان هېواد له لوري مسلکي زده‌کړې ورکړ شوې، چې له همدې کبله په دې هوايي ډګر کې لازمې اسانتیاوي رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي؛ د هوايي ډګر برښنا له ۲۰ کلونو وروسته د جنراتوري برښنا پرځای له ښاري برښنا سره ونښلول شوه، چې له دې کار سره د ډېرلګښت مخه ونیول شوه.

په مزارشریف ښار کې د جلالدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد یو له سترو هوايي ډګرونو څخه دی، چې د آلمان او عربي متحده اماراتو پر مالي مرسته جوړ او پر پوره تجهزاتو سمبال دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!