تازه خبرونه
شپاړس نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره معرفي شول
دولسمشر دویم مرستیالسرور دانش د کابینې شپاړس نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره معرفي کړل.
سرور دانش د دوی د معرفي کولو پرمهال وویل، افغانستان په یوه حساس او کړکېچن وضعیت کې دی چې د کابینې بشپړېدل به د شته ستونزو په حل کې ګټور ګام وي.
هغه له ولسي جرګې وغوښتل چې د اساسي قانون پر بنسټ نوماند وزیرانو ته ژر تر ژره رایې ورکړي.
ښاغلي دانش وویل چې د کابینې بشپړېدو سره به سیمه ییزې ادارې هم بشپړېاو اوسنۍ ستونزې به له منځه ولاړې شي او حکومت به وکړای شي خپله اساسي تګلاره تطبیق کړي.
محمد سر ور دانش د ولسمشر دویم مرستیال:
“تمه لرو چې د هیواد اوسنیو حساسو کړکیچنو حالاتو ته په کتو نوماند وزیرانو ته د اساسي قانون په رڼا کې د باور رایه ورکړي تر څو ستاسو په ملاتړ سره کابینه بشپړه شي او خپلې دندې په ښه توګه اجرا کړي.“
ولسي جرګې ته د پاته ورپېژندل شوي نوماند وزیران په لاندې ډول دي:
- د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند همایون رسا
- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند عبدالباري جهاني
- د کرنې او مالدارۍ وزارت ته نوماند اسدالله ضمیر
- د سرحدونو او قبایلو وزارت ته نوماند محمدګلاب منګل
- د فواید عامې وزارت ته نوماند محمود بلیغ
- د اقتصاد وزارت ته نوماند عبدالستار مراد
- د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته نوماند محمد الله بتاش
- د پوهنې وزارت ته نوماند اسدالله حنیف بلخي
- د ښارجوړونې چارو وزارت ته نوماند سید سعادت منصور نادري
- د عدليې وزارت ته نوماند عبدالبصیر انور
- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نوماند عبدالرزاق وحیدي
- د ښځو د چارو وزارت ته نومانده مېرمن دلبر نظري
- نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت ته نومانده مېرمن سلامت عظیمي
- د لوړو زدکړو وزارت ته نومانده فریده مومند
- د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته نومانده مېرمن نسرین اوریاخېل
- د اوبو او انرژۍ وزارت ته نوماند علي احمد عثماني
د ولسي جرګې لومړي مرستیال چې د عمومي غونډې مشري یې کوله، له نوماند وزیرانو وغوښتل چې که له ولسي جرګې یې د باور رایه ترلاسه کړه نو باید خپل مسولیتونه په سمه توګه عملی کړي.
د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر:
“خلک له تاسو څخه تمه لري څو هغه ستونزې چې ستاسو د نه موجودیت له امله دوی ورسره مخامخ وو، خپل مسولیتونه د عمل په ډګر کي اجرا کړي.“
په دغه نوملړ کې د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نوم نه لیدل کېږي. تر دې وړاندې دغه وزارت ته نوماند شیرمحمد کریمي و نه کړای شول چې له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.ولسي جرګې تر دې وړاندې د ملي یوالي د حکومت له خوا، له ۱۸ ورپېژندل شوو نوماند وزیرانو، ۱۰ کسه رد کړل او یوازې ۹ ته یی د باور رایې ورکړې.
وبه کتل شي چې له نویو کاندید وزیرانو سره د ولسي جرګې استازي څه ډول چلند کوي.
خبریال: عبدالعزیر کریمی
تازه خبرونه
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.
ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ3 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي