Connect with us

تازه خبرونه

سیمه ییزو او نړیوالو شخړو د افغانستان په ناامني کې ستر رول ولوباوه- غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-02-13-09h25m42s255ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ په دوه پنځوسم امنیتي کنفرانس کې د ترهگرو ډلو ترڅنگ داعش یوه بله ستونزه وبلله او په وړاندې یې د کلکې مبارزې غوښتنه وکړه.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وایي، د تېر کال په کنفرانس کې مې د (داعش) ډلې د خطر په اړه د نړۍ مشرانو ته خبرداری ورکړی و؛خو ډېر شمېر کسانو داسې اټکل کاوه، چېزه غواړم افغانستان ته د نورو پاملرنه راواړوم. هیله ده،چې دا ځل هیڅوک له دې حقیقته سترگې پټې نه کړي.

ښاغلی غني له القاعده شبکې سره مبارزه اړینه بولي او په بشپړ ټینگار وایي،چې القاعده شبکه له منځه نه ده تللې او افغانستان د القاعده له نويو گواښونو سره مخ دی.

هغه د کنفرانس له گدونوالو غوښتنه وکړه، چې له ترهگرۍ سره مبارزه کې یوازې پر ستونزو تمرکز کول کافي نه دی، بلکې د ترهگرۍ عوامل باید له منځه یووړل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ډاگه کړې، چې دپېنځم موج تاوتریخوالي په وړاندې له مونږ سره ووسئ؛القاعده اوس همله منځه نده تللې . کله،چې مو د داعش پر وړاندی د مبارزي له پاره تمرکز وکړ؛القاعدېبیا ځان سمبال کړ ا و اوس مونږ د القاعدېله تازه گواښونو سره مبارزه کوو.

د پاکستانيو طالبانو تحریک، حقانی شبکه او نوري داسي ترهگرې ډلې، چې د جنايي اقتصاد په کارولو خپل تحرکات پر مخ بیایي.

ولسمشر غني وایي، خوښ ّه دي یم، چې نړیوالو د القاعدي په څېر داعش هم په نښه کړ.

دی زیاتوي، تر اوسه په افغانستان کې یوسلو پنځوس داعشیان وژل شوي او نور د تېښتې په حال کې دي.

په مونیخ کې د دغه کنفرانس د جوړیدو د بحث لویه موخه پر روانو کړکیچونو څرخي اوهمداشان هغه امنیتي ستونزې په کې څیړل کیږي،چې دا مهال نړۍ ورسره مخ ده .

خبریال: عبدالعزیز کریمی.

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!