Connect with us

تازه خبرونه

سيمه ييز پوليس: وسلې او نور مهمات په خپلو شخصي پيسو اخلو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Kapisa

د کاپیسا په ولایت کې ځینې سیمه ییز پولیس وایي، په خپلو شخصي پیسو درنې او سپکې وسلې د قاچاق له لارې اخلي. دوی وایی، کاپیسا ولايت د کورنیو او بهرنیو ترهګرو له ګواښونو سره مخامخ دی او د دولت له خوا ورته په کافي اندازه وسلې او مهمات نه ورکول کېږي نو ځکه دوی اړ دي په خپلو پیسو وسلې او مهمات وپېري.

 د کورنیو چارو وزارت بیا دا نه مني چې سیمه ییزو پولیسو ته په کافي اندازه وسلې او مهمات نه ورکول کېږي. مسولین وایي، د دولت له چوکاټه بهر د وسلو پلور او پیر د قانون له مخې جرم دی.

 د كاپيسا ولايت د نجرابولسوالۍ له مرکز پنځه کیلو متره لرې ده، هلته وسله وال مخالفین شته چې د ولایت مرکز یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی. کاپیسا کې د ملي پولیسو تر څنګ شپږ سوه پنځوس سیمه ییز پولیس هم شته.

د نجراب ولسوالۍ  دسيمه یيزوپوليسو ډلمشر قندآغا وايي: «ټوپك، ګرنېټ بمونه او درنې وسلې مو په شخصي پيسو اخیستې دي او له دښمن سره پر جګړه كوو. ثقيله وسلې له پاكستان څخه قاچاق وړونکي راوړي او هغه وسلې هم پیرو چې له پخوا سیمه کې پاتې دي. یوميل كلاشينكوف په سل زره او یو ګرنېټ بم په دوه اویا زره افغانۍ خپلو شخصي پيسو را نیسو.»

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د سيمه ييزو پولیسو آمر وايي،  ددغه ولايت  د افغانيه، غين دره او پچه غان ناامنه دي، په دې سيمو کې د کورنیو وسله والو مخالفینو تر څنګ، عرب، چیچنيایان او پاکستاني ترهګر شته دي چې دوی ټول د کاپیسا ولايت امنیت ته ستر ګواښ دي. دی هم مني چې سیمه ییز پولیس د وسله والو له کموالي سره مخامخ دي.

د كاپيسا ولايت د سيمه ييزو پوليسو آمرسمونيارميرګل وايي: «بايد چې درنې وسلې وركړل شي، اوسنۍ وسلې سم کیفيت نه لري نو بايد چې دوی په درنو وسلو سنبال کړل شي.»

خو بيا هم د کورنیو چارو وزارت وایی، د کاپیسا سیمه ییزو پولیسو ته د اړتیا وړ وسلې او مهمات برابرېږي او په شخصي توګه د وسلو پلور او پېر د قانون له مخې جواز نه لري او هېڅوک په ځانګړې توګه پولیس نه شي کولای چې وسلې او مهمات وپېري او وپلوري.

د كورنيو چارو وزارت د وياند مرستيالنجيب دانش وايي: «پوليسو ته له اړتياو سره سم د كورنيو چارو وزارت وسلي وركوي او پوليس نه شي كولای چي په شخصي پيسو وسلې واخلي. د قانون له مخې دوسلو پلور او پیر جرم دی. هېڅ څوك نه شي كولای چي دغه کار وکړي.»

د کاپیسا په ولایت کې ځینې سیمه ییز پولیس د وسله والو مخالفینو له چلند شکایت لري. د هېواد په کچه شاوخوا دېرش زره سیمه ییز پولیس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعال دي. ځینو  شمالي سیمو کې د دوی په چلند خلک خوښ نه دي خو په سویلي او ختیځو ولایتونو کې یې خلک د امنیت په تامین کې مهم ځواک بولي.

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!