Connect with us

تازه خبرونه

سناتوران: پاکستان په ننګرهار کې داعش ډله تمویلوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-21-16h37m53s53

دمشرانو جرگي یو شمیر غړي وايي چې د پاکستان ای ، اس ، ای د ننګرهار په ولایت کې داعش ډله تمویلوي.

دوی د اندیښنې په څرګندولو سره وايي چې همدا اوس د هیواد په پنځلسو ولسواالیو کې د داعش جګړه مار له خپلو کورنیو سره ځای پر ځای شوي دي او د یو شمیر ولسوالیو د سقوط ویره لیدل کیږي.

په هیواد کې امنیتی ستونزي او د ننګر هار په ولایت کې د داعش ډلې حضور د مشرانو جرګې غړي اندیښمن کړي دي.

دوی پر ملي یوالي حکومت نیوکه کوي او وايي چې دوی د قدرت په ویش بوخت دي او د هیواد امنیتی وضیعت ته هیچ پاملرنه نکوي .

د مشرانو جرګې غړی لطف الله بابا:

د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې عمل داعیش له خپلی کورنۍ سره د ای، اس، ای په مرسته ځاي پر ځاي شوي؛ خو حکومت په خوب کې دی او د ملت پروا نکوي.

دمشرانو جرګې غړی – فرهاد سخي:

داعیش په ننګرهار کې خلک جلب جذب کوي او حکومت هیچ پاملرنه نلري. د ولسوالیو تر سقوط وړاندې د داعیش جلب جذب جریان لري او حکوت باید خپل مسولیت ته پام وکړي.

دمشرانو جرګې یو شمیر غړي بیا د حکومت او امنیتی بنسټونو پر امنیتی کړنلاره نیوکه کوي او وايي چې د امنیت د تینګښت لپاره هیچ ګته نلري .

دوی وايي چې باید چې امنیتی طرحه جوړه شي.

دمشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي:

په ټول هیواد کي امنیتی ستونزي شته، د نظامي دوکتورانو کړنلاره ګټه نلري او د دوی د مدیریت د ضعف له امله خلک او سرتیري وژل کیږي.

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال:

حکومت د خلکو د امنیت په غم کي ندی او ورځ تر بلې ولسوالۍ له سقوط سره مخا مخ کیږي؛ باید چي جدي عکس العمل وښودل شي .

vlcsnap-2015-06-21-16h38m19s54

دمشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار:          

حکومت مسولیت لري چې هر چیرې چې مخالفین ویني، له منځه یوسي. حکومت لابد له ننګرهار شروع د ټولو ولایتونو امنیت وینسی؛ پر ته له هغه به د دوی د سیاست بازار له سقوط سره مخا مخ شي.

داپه داسې حال کې ده چې داعش ډلې په ننګرهار کې له یوه قومي مشر سر غوڅ کړی دی.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب د دغه خبر په تایید سره ویلي دي چې، پخوا بټي کوټ ولسوالۍ کې طالبانو حضور درلود؛ خو اوس همدې ډلې د طالبانو سپین بیرغ ښکته کړی او د داعش تور بیرغ یې پورته کړی دی.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

 

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!