Connect with us

تازه خبرونه

زینب هغه نجلۍ وه، چې د سترې محکمې پر ساتونکیو د برید پر تور ووژل شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

zaynabvlcsnap-2016-07-22-17h19m36s53

زینب د پنجشنبې په ورځ د کابل د پولیسو لخوا د سترې محکمې پر ساتونکیو د بریدپه تور ووژل شوه اومړی یې دمرکزي بغلان ولسوالۍ په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.

 د د زینب پلارعبدالرحمن ادعا کړي،چې پولیسو یې د لور پر وړاندې غیر مسلکي عمل کړی او هغه یې وژلې ده.

 د زینب پلار وایي، چې لور مې له پاکستان څخه  راغلې وه، سخته رواني ناروغي یې درلوده، له مونږ څخه یې د درملنې له پاره د پیسو غوښتنه وکړه. چې بېرته ولاړه شي. دومره یې رواني حالت خراب و، چې له مونږ سره یې هم ناندرې وهلې.

 د هغه په وینا؛ په دغو نسخو کې، چې زمونږ په واک کې راکړشوي، زینب ته د خفګان درمل تجویز شوي دي.

 د دغې جینۍ کورنۍ مني؛ زینب د ناوړه دودونو له مخې په کم عمر کې میړه ته ورکړ شوه او له خپل میړه سره یې په پاکستان کې ژوند کاوه، خو ښه نه وه.

 د کابل پولیس پر زینب د پولیسو ډزې توجیه کوي؛ خو دا،چې پېښه څه ډول را منځته شوې،څېړنه پرې کیږي.

 د کابل د جنایي جرمونو د مبارزې رییس فریدون عبیدي وایي، ستره محکمه تر  تهدیدونو لاندې ده؛ دغه نجلۍ هم وسلواله وه، چې د پولیسو لخوا ووژل شوه.

 د زینب کورنۍ له اړوند بنسټونو غواړي،چې دغه قضیه په جدي او هر اړخیزه توګه وڅیړي.

 د زینب ورور مخکې ویلي وه،چې خور یې ممکن د عدالت غوښتنې له پاره سترې محکمې ته تللې وه او باید د دې پېښې تیاره اړخونه روښانه شي.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!