Connect with us

تازه خبرونه

روشنایي جنبش د شنبې په ورځ د پراخ لاریون په تر سره کولو ټینګار کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

jonbish

 د روشنایِ جنبش ځینو غړیو د جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د مصلا تر څنګه په یوه غونډې کې وویل؛د شنبې په ورځ به د ترکمنستان د وارداتي برښنا د مزي مسیر د بدلولو له پاره د کابل واټونو ته را ووځي.

د روشنایي جنبش غړی داوود ناجي وایي، تر هغې،چې د برښنا مزي پر بامیانوتېر نه شي، خپله عدالت غوښتنه به روانه ساتي.

دوی له حکومته غواړي د شنبې ورځ عمومي رخصتي اعلام کړي.

له دې سره په یوه وخت په اروپا کې هم زرګونه کسان د برښنا د مزي مسیر د بدلولو له پاره لاریون کوي.

د روشنایي جنبش غړی احمد بهزاد وایي،چې تر هغې،چې حکومت د دویغوښتنې ونه متي، خپلو لاریونونه به روان ساتي.

د بامیانو اوسیدونکي زین الله رونق سیغاني او محی الدین فرهمند د جنبش روشنایي کړنې د ځایي خلکو له نیوکو سره مخ بولي او وایي؛ د سمنګانو، بامیانواو میدان وردګو لار د درېیمې بدیلې لارې په توګه حکومت ته د برښنا د مزي د لیږد له پاره غوره وړاندیز دی.

دوی د جنبش روشنایي غړي د سیاسي او قومی ګټو په پاللو تورنوي.

د روشنایي په نوم جنبش د روان کال د غبرګولي په میاشت کې هم په لاریون لاس پورې کړی و، چې پولیسو د ښار زړه ته د هغوي له ورتلو د مخنیوي له پاره په سړکونو کې کانتینر ځای پر ځای کړل.

دغه غورځنګ وایي،چې د ترکمنستان د وارداتي برښنا د انتقال مسیر بامیان دی؛خو کابینې د دغه مزي د لیږدله پاره سالنګ تاکلی دی.

دغه ډله ټینګار کوي،چې د ترکمنستان برښنا باید پربامیان تېره شي.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!