Connect with us

تازه خبرونه

د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په ټاکنه او ردولو کې د جرګې مافیايي کړۍ لاس لري

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

PARLEMAN  mutlaq

دولسي جرګې یو شمیر غړي وایي چې د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په ټاکنه او ردولو کې د جرګې هغه مافیايي کړۍ لاس لري چې په دغو وزارتونو کې د تړونونو د تر لاسه کولو او نورو شخصي ګټو په لټه کې دي.

دوی وايي همدا کړۍ دي چې په جرګه کې د وزیرانو استیضاح او استجواب ته زمینه برابروي.

د ولسي جرګې اداری پلاوي وايي چې تر اوسه د کورنیو چارو وزیر د استیضاح لپاره ۶۳ لاسلیکونه راټول شوي او په راتلونکې کې به استیضاح شي.

vlcsnap-2015-07-06-18h11m53s116

شکریه بارکزي ولسي جرګه – کابل:

د کورنیو چارو وزیر په یوازي سیستم نشي جوړولای؛ ځکه مافیایي سیستم دی. هغه څوک چې ډیرې وسلې لري، ډیر قدرت هم لري او هغه کسان چې ډیرې پیسي لري د خپلو کټو او د قراردادونو د ترلاسه کولو په موخه د استیضاح لپاره زمینه جوړي؛ حیف دی چې پارلمان مسلکي کسان کار ته نه پریږدي.

حبیبه دانش ولسي جرګه – تخار:

د وکیلانو تر منځ د هیواد ګټې مهمې دي؛ د کورنیو چارو په وزرات کي وړتیا نشته، د استخباراتو په برخه کې ستونزې لري، ترهګر نشي افشا کولای او د کورنیو چار وزیر لخوا یو شمیر سلیقوي ګمارنې هم پیل شوي دي.

همدا اوس په ولسي جرګه کې د کورنیو چارو د وزیر د استیضاح لپاره دری شپیته لاسلیکونه رټول شوي دي؛خو لا څرګنده نده چې د کورنیو چارو وزیر به کله استیضاح شي.

vlcsnap-2015-07-06-18h13m16s217

د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامی:

دا د شورا دنده ده چې د استیضاح له لاری پر دوی فشار واچوي تر څو د ستونزو په اړه وضاحت ورکړي؛ خو د جلریز مسله د کورنیو چارو د وزیرد استیضاح لپاره زمینه مساعد ه کړې ده.

د امنیتی وضعیت په اړه اندیښنی په داسي حال کې مخ په زیاتیدو دي چې ولسي جرګې په دي وروستیو ورځو کې د ملي دفاع وزارت ته کاندید معصوم ستانکزی ته د باور رایه ورنکړه او اوس د کورنیو چارو وزیرد استیضاح لپاره امضا ګاني راټولي شوي دي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!