تازه خبرونه
د کرنې او مالدارۍ وزارت للمو سیمو کې کرنې ته پراختیا ورکوي
د استرالیا سفیر اندرسن د کرنې او مالدارۍ له وزارت سره د کرنې د پراختيا له پاره پنځه ویشت میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې به پنځو ولایتونو کې چې للمي کښت کېږي، دغه پیسې د کرنې د ښه والي له پاره ولګول شي. د کرنې او مالدارۍ وزیر دا مرسته د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي له پاره ګټوره بولي او وایي، بزګران دې د وچکالۍ اندېښنه نه کوي.
د کرنې او مالدارۍ د وزیر او د استرالیا د سفیر تر منځ د دغه لاسلیک شوي تړون اصلي هدف په څلورو ولایتونو کې د للمي کروندو حاصلاتو ته رسیدګي ده. د تړون له مخې، استرالیا د پنځه کلونو له پاره په کابل، هرات، کندوز، هلمند او بلخ ولایتونو کې د للمو کروندو د ساتنې او ودې له پاره پنځه ویشت میلیونه ډالر لګوي. د کرنې او مالدارۍ وزیر دا مرسته ډېره ګټوره بولي چې په وینا یې د کروندګرو ستونزې به پرې تر ډېره حل شي.
له بلې خوا د استرالیا سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير وايي: “اقليمي وضعيت د بدلون په حال کې دی، موږ چې ګورو سږ کال ډېره واوره ونه شوه نو کېدای شي له همدې امله په راتلونکي کال کې له وچکالۍ سره مخامخ شو.
په افغانستان کې د استراليا سفير اندرسن وايي: “نن مونږ ۲۵ ميلیون ډالره مرسته وکړه چې د راتلونکو پنځه کلونو له پاره په پام کې نیول شوې. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې استرالیا غواړي تل ورسره، په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.”
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ټول هېواد کې شاوخوا څلور میلیون هکتاره للمي ځمکه شته چېیو هکتار يې پنځه جرېبه کېږي.
خبریاله: نبیله حفیظي
تازه خبرونه
په کابل کې پر اړمنو کورنیو د بیات بنیاد د روژې مرستې ووېشل شوې
د بیات بنیاد مسوولینو ويلي، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) په کابل کې پر اړمنو او بېوزلو کورنیو د د دې بنسټ د روژې مرستې ووېشل شوې.
د دغه بنسټ مسوولینو څرګنده کړې، چې دغه مرستې به د روژې مبارکې میاشتې تر پایه روانې وي.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي؛ د دغه بنسټ په مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شته ، چې له يوې رڼې سروې وروسته پر مستحقينو ووېشل شول.
د مرستې ترلاسه کوونکيو د بیات بنیاد له دې مرستو مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې په دې مبارکه میاشت کې ورسره ورته مرسته وکړي.
بیات بنیاد له نږدې دوه لسیزو راپدیخوا د روژې په میاشت کې د مرکز او ولایتونو له زرګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کوي.
تازه خبرونه
په تېرو ۶ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې پر ورځ (د وري نهمه) په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د وروستیو شپږ میاشتو هڅې او پرمختګونه رسنیو ته وړاندې کړل.
د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په تېرو شپږ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي، چې ۷ زره ۲۳۳ یې کشف او ۱۵ سوه ۲۵ نورې تر څېړنې لاندې دي.
قانع زیاته کړې؛ ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو پر تړاو نیول شوي دي.
نوموړی وایي؛ په دې موده کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي، ۱۸ کسان یې له منګولو ازاد شوي او ۱۷۲ د انسان تښتونې پر تور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د پاسپورټونو د وېش په اړه څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي او په کابل کې به د وېش درې نورې نوې ادارې جوړې شي.
قانع ویلي: د پاسپورټ رياست لهخوا هره ورځ لس زره پاسپورتونه هېوادوالو ته وېشل کېږي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د نشهیي توکو کښت، تولید او قاچاق هم صفر ته رسېدلي او په هېواد کې د نشهیي توکو د تولید اته ماشینونه او د نشهیي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي. دوی د پولیسو د مسلکي کیدو، له فساد سره د مبارزې او د وسلو په راټولولو کې هم لاسته راوړنې لري.
هغه دا هم ويلي، چې په دې موده کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې کومه امنيتي پېښه نده رامنځته شوې او نه هم کوم امنيتي ضد فعاليتونه ترسره شوي دي.
د قانع د څرګندونو له مخې، امنیتي کچه د تېرو څو لسیزو پر پرتله بې سارې ده.
تازه خبرونه
د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.
د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه خوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.
ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.
TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت لهخوا پراختیا مومي.
دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.
-
تازه خبرونه2 days ago
په پاکستان کې ځانمرګي د ۵ چینايي انجینرانو په ګډون ۶ کسان ووژل
-
سوداگري3 days ago
افغانستان ته د پاکستان راغلی پلاوی پر اقتصادي همکاریو خبرې کوې
-
تازه خبرونه3 days ago
بیات بنیاد په ننګرهار کې اړمنو کورنیو ته د روژې مرستې ووېشلې
-
تازه خبرونه4 days ago
په هرات کې له ۵۰۰ ډېر لرغوني آثار موزیم او آرشیف ته سپارل شوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت فرمانونه افغانستان پر بهرنیو مرستو متکي ساتي – رینا امیري
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان په تورخم کې سرحدۍ ځواکونو د فډرالي څېړنو ادارې ۶ کارکوونکي وهلي
-
سوداگري2 days ago
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه1 day ago
په کابل کې سلګونه اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد د روژې له مرستو برخمنې شوې