Connect with us

تازه خبرونه

د کب پر ۶ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب او امریکايي پلاوو خبرې پلیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دوشنبې پر ورځ د کب پر ۶ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب استازیو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ دوه ورځنۍ خبرې پیلږي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې د قطر په غونډه کې به له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر مهالوېش او دا، چې د افغانستان خاروه به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کیږي؛ هوکړه وشي.

دغه راز د ځانمرګو او هوايي بریدونو او چاپو د درولو مسئله هم د خبرو په اجندا کې راغلې او پر اوربند به هم فکر وشي.

د طالبانو د واکمنۍ د امر باالمعروف ريیس مولوی قلم الدین وایي؛ هفه څه، چې  په تېرو ناستو کې پرې بشپړې خبرې ندي شوي په دې پړاو کې به پرې بحث تر سره شي. په پای کې به وروستۍ پرېکړه وشي او یا به ورته وروستیو خبرو ته نږدې شي. 

سرچینې وایي، چې پاکستان د طالب پلاوي څلور غړیو ته له دغه هېواده قطر ته د تلو اجازه نده ورکړې. که څه هم قطر د هغو د ورلیږدولو لپاره پاکستان ته یوه الوتکه هم لیږلې ده.

سیاسي کارپوه وحید مژده وایي، چې پاکستان امیرخان متقي، عبداللطیف منصور، مطیع الحق او عبدالمنان عمري د ملا عمر ورور ته په دغه ناسته کې د ګډون او سفر اجازه نده ورکړې.

همدارنګه د دوحې ناسته یوه برخلیک ټاکونکې ناسته ګڼل شوې او ان د امریکا او طالبانو تر منځ وروستی ګام ښودل شوی او ویل کیږي، چې د دوحې دغې ناستې ته غوره شوی مشر ملابرادر هم د قطر دوحې ته رسیدلی دی.

حکومت ویلي، چې د دوحې د ناستې په خبرو کې به د افغانستان د حکومت پر ګډولو هم خبرې وشي.

د مدني ټولنو او بشري حقونو شبکې رییس نعیم نظري وایي، چې طالبان او د سیمې هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان حکومت ډېر لوړ ونه ګڼل شي او له نورو سیاسي بهیرونو او ټولنو سره خبرې اترې ولري.

د یادونې ده، چې دا ځل هم د افغانستان د حکومت استازي ناستې ته بلل شوي ندي؛ خو ولسمشرۍ ویليکه له طالبانو شین څراغ ولیدل شو؛ نو دغې ناستې ته به خپل پلاوی ولیږي.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!