Connect with us

1393ټاكنې

د کابینې پاته غړي به امریکا ته د غني او عبدالله له سفر وروسته معرفي شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Entikhabat

اجرايي ریاست وايي چې د کابینې پاتې غړي به له امریکا څخه د ولسمشر او اجرایي رییس تر راګرځیدو وروسته ولسي جرګې ته معرفي شي.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي؛ امریکا ته د افغان رهبرانو سفر په ډير نږدې وخت کې تر سره کیږي؛ خو د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې ولسمشر د کابینې د پاتې غړو په بیړه د ورمعرفي کولو ژمنه کړې ده.

افغان ولسمشر او اجرايي رییس په داسې حال کې امریکا ته د سفر نیت کړی چې افغان کابینه لا نده بشپړه او زیاتره وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

ښاغلی فیصل زیاتوي چې امریکا ته د ولسمشر او اجرايي رییس سفر ښایي د کابینې د پاتې غړو د معرفي کیدو د ځنډ لامل وګرځي او د سفر له تر سره کیدو وروسته ښایي د کابینې پاتې غړي معرفي شي.

نوموړی همدا راز وايي چې دوی تیار دي ولسي جرګې ته د کابینې پاتې غړي معرفي کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له یو شمیر غړو سره په خبرو کې ټینکار کړی چې د کابینې پاتې غړي به ډير ژر معرفی کړي؛ هغه ژمنه چې د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمد احمدزی او د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح یې د عملي کیدو په هکله شک لري.

تر دې مخکې افغان ولسمشر ویلي و چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو له بشپړیدو وروسته به د کابینې پاتې غړي معرفي کړي.

خبریال: نصرت پارسا

Advertisement

1393ټاكنې

ازبکستان او افغانستان له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پر همکارۍ ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۲)

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال  عبدالرحمن قاسمي نن ( سې شنبه د وږي ۲۱)  د ازبکستان له سفیر سره په کابل کې  وکتل.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ته له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پر څرنګوالي معلومات وړاندې کړل.

د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د ازبکستان له سفیره وغوښتل، چې د نشه‌یي توکو د له‌منځه وړلو په برخه کې له یاد معینیت سره همکاري وکړي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولینو دغه راز، د ازبکستان له سفیر  یادګار خواجه شادمانوف څخه وغوښتل، چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې هم همکاري وکړي.

دغه راز دواړو لوریو د نورو مسایلو تر څنګ د نشه‌یي توکو په پروندو کې د بندیانو پر تبادلې هم هر اړخیزه خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له هوډ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې خوښي وښودله او مسوولینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

د ۹۷ ټاکنې

انتخابات ۹۷: چالش‌های انتخاباتی ریاست جمهوری

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Continue Reading

1393ټاكنې

یو امریکایي څېړنیز مرکز د ۲۰۱۴ کال له ټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تازه څېړنه وایي، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمد اشرف غني بریالیتوب په روڼ ډول تر سره شوې نوی او د افغانستان پر ټاکنیز نظام د بیا کتنې او سمونونو غوښتنه کوي.

د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په تازه څېړنه کې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خبرې شوې دي.

امریکایي څېړونکی توماس جانسون د پېنځه کاله مخکې  ټاکنو په تړاو مهم معلومات تر لاسه کړي؛ که څه هم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند لازمې رایې تر لاسه نکړې، خو د ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمداشرف غني بریا قانوني نوه.

د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي؛ محمد اشرف غني د ټاکنو په دوه یم پړاو کې له هغو ساحو ډېرې رایې تر لاسه کړې، چې په لومړي پړاو کې یې کمې ګټلې وې. کابل یوه بېلګه ده، چې غني د ټاکنو په لومړي پړاو کې یودېرش سلنه رایې ګټلې وې؛ خو په دوه یم پړاو کې یې دوه پنځوس سلنه رایې

څېړونکي توماس جانسون دا هم څرګنده کړې، چې عبدالله عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې بریالی و؛ خو په دوه یم پړاو کې یې د درې اعشاریه اووه سلنه رایو له توپیر سره د کابل اووه سلنه رایې له لاسه ورکړې، په یوه ولایت کې، چې وګړي یې د هر قوم دي او ګډ ژوند کوي، دا د نه باور وړ بدلون و. دې ته ورته مونږ نور شواهد هم لرو، چې ټاکنې له درغلیو سره مل وې.

په دې څېړنه کې ټینګار شوی، چې ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو ناورین جوړونکیو پروګرامونو د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابره کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي د ملامتیا پیټی پر نړیواله ټولنه وراچوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي زیاتوي؛ یوازني کس، چې مخالفت وکړ د امریکا سفیر و او دې کار ته یې د وخت پر نلرلو ټینګار وکړ.         

د دوه زره نولسم کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځینې سپارښتنې کیږي، چې د درغلیو مخه باید ونیول شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې درغلۍ، سرغړونې او تېروتنې ډېرې شوې دي.    

اوس سیاسي ګوندونه او ځینې څاروونکي بنسټونه  ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون  کمیشنران باید بدل شي.

ټاکنیزو بنسټونو کې سمونونه د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه لیک مهمه برخه وه، خو څاروونکي وایي، چې حکومتي مشرانو دې برخې ته پاملرنه نده کړې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!