Connect with us

تازه خبرونه

د کابل بانک د ټولو پیسو د را ټولولو هڅې ګړندۍ شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-12-16h46m29s152

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د کابل بانک د ټولو پیسو د را ټولولو هڅې یې ګړندۍ کړي.

د لويې څارنوالۍ مسولین وايي چې تر دې دمه یې د کابل بانک له دوه سوه شل میلیونو ډالرو زیاته پانګه راټولې کړې ده او د پوروړو ملکیتونو او جایدادونه یې کنګل کړي دي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د شکایتونو کمیسیون په حکومت او عدلي ارګانونو داسې نیوکې کوي چې ګواکي د ماليې د پخواني وزیر حضرت عمر زاخیلوال په ګډون د کابل بانک د بحران اصلي کسان ازاد ګرځي.

د ملي یوالي د حکومت د رامنځته کیدو سره سم افغان ولسمشر د کابل بانک دوسیه بیا پرانیسته، خو د میاشتو په تیریدو لاهم د کابل بانک ورکه شوې پانګه ټوله نده تر لاسه شوې او پور وړي په بهر کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي:

کوم کسان چې تښتېدلي، تر اوسه نه دي نیول شوي؛ لویه څارنوالی کوښښ کوي چې هغوی دوباره ونیسي او افغانستان ته یې ولیږدوي او محاکمه ورسره وشي.

vlcsnap-2015-04-12-16h46m46s64

د افغانستان بانک سرپرست هم وايي چې که پوروړي خپل پورونه ادا نکړي، دوی به یې جایدادونه وپلوري.

د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډه وال:

“که د کابل بانک پوروړي خپل پورونه ادا نه کړي، د دوی جایدادونه به خرڅ او د کابل بانګ ورکې شوې پیسې به پرې پوره کړو.”

vlcsnap-2015-04-12-16h47m25s201

د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیون رییس زلمی زابلی وايي چې د کابل بانک په قضیه کې لاهم حقایق پټیږي.

دی وايي چې د ماليې د پخواني وزیر عمر زاخیلوال په ګډون زیاتره لوړ پوړي کسان چې بانک یې بحراني کړی، لاهم ازاد ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل بانک د عامل پلاوي رییس په علني محکمه کې په عمر زاخېلوال تور پورې کړ چې د کابل بانک په بحراني کولو یې لاس درلود، خو عمر زاخیلوال دغه تور رد کړی دی.

خبریال: رفیع صدیقي

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!