Connect with us

تازه خبرونه

د ځينو كورنيو له خوا بهر ته د ماشومانو ليږل انساني قاچاق دى

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي، بهر ته د ماشومانو ليږل انساني قاچاق دى. په بهر كې له دغو كوچنيو ماشومانو ناوړه استفادې كيږي او دې كار د افغانانو ملي حيثيت ته گوزار وركړى دى.
بلخوا د سعودي عربستان د شاهي دولت لخوا هغه ۱۳افغان ماشومان، چې د قانوني اسنادو د نه شتون له كبله يې شړلي ول، خپلو كورنيو ته تسليم شول.
خيرالله يو له هغو ۱۳ ماشومانو دى، چې د عربستان د شاهي دولت له خوا د قانوني اسنادو د نه لرلو په دليل له دې هېواد څخه شړل شوى او د سې شنبې په ورخ خپلې كورنۍ ته وسپارل شو.
خيرالله وايي، د ۵ كلنۍ په عمر د سوكاله ژوند په هيله او دا، چې د طالبانو له گواښونو ليرې پاتې شم، له خپلې كورنۍ سره سعودي عربستان ته ولاړو او څلور كاله مې د دې هېواد په واټونو كې د سختې گرمۍ پر مهال د ډوډۍ د پيدا كولو لپاره ځينې شيان په لاس پلورل پيل كړل.
چارواكي وايي همدا اوس له يو ميليون زيات ماشومان ښوونځيو ته د تگ په ځاى پر درندو او سختو كارونو اخته دي او په سختو شرايطو كې ژوند كوي.
د كار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال واصل نور مومند وايي، زياتره ماشومان له بغلان څخه بهر ته استول كيږي.
افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد ځاى گڼل كيږي. په دې هېواد كې له يو ميليون زيات ماشومان پر درندو كارونو بوخت دي او په زياتو مواردو كې د جگړې د ښكېلو خواوو په ځانگړي توگه وسلوالو مخالفينو له خوا جگړو ته برابريږي.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!