Connect with us

تازه خبرونه

د پوهنتون معترض استادان: د کانکور آزموينه تحريموو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-12-20-19h03m31s107

د لوړو زده کړو وزیره وایي چې ولسمشر د پوهنتونونو له هغو استادانو سره د کتنې ژمنه کړې چې د هغه د وروستي فرمان په خلاف یې اعتراض کړی دی. د ولسمشر د وروستي فرمان له مخې د پوهنتونو استادان باید په پنځه شپیته کلنۍ کې تقاعد شي او هغه استادان چې په شپږو کلونو کې يې ترفېع نه ده کړي منفک شي. د کابل پوهنتون دغه معترض استادان وايي که یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، د کانکور ازموینه به تحریم کړي .

 خبريال: عبدالعزیز کریمي

  د لوړو زدکړو په اړه د ولسمشر د تقنینی فرمان وروسته په کابل کې د یو شمېر دولتي پوهنتونو ښوونکو له دوه اونیو راهیسې د اعتراض په توګه له تدریس او له محصلینو څخه د ازموینو له اخیستو ډډه کړې. په تقنینی فرمان کې راغلي چې ښوونکي  په ۶۵کلنۍ کې تفاعد او هغه استادان چې په شپږو کلونو کې یې علمي ترفېع نه وي کړې، باید منفک شي.

مشرانو جرګې د همدې ستونزې په اړه  د لوړو زده کړو وزیره استجواب کړه. د مشرانو جرګې یو شمېر غړو وویل چې د ولسمشر په دغه فرمان سره به هغو کسانو ته زمینه برابره شي چې په جعلي توګه یې په ګاونډيو هېوادونو، ایران او پاکستان کې دوکتوراوې تر لاسه کړېدي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی وايي: “که ددغه تقنینيفرمان له مخې دغه استادان له لاسهورکړو د پوهنتونو دروازه تړل کېږی او تر څنګ يې  ایران او پاکستان یو شمېر کسانو ته چې په جعليتوګه دوکتورا او ماسټری ورکړي د دویپر ځایبه يې وګماري.”

د لوړو زده کړو وزیره وايي چې د قانون په اړه استادانو څلور میاشتېکار وکړ او وروسته کابیني ته وړاندېشو چې ډېر لږ بدلون په کې راغلی.  د استادانو د تقاعد سن له اویا کلنۍ څخه  ۶۵کلنۍ ته را ټیټ کړل شوی دی. دا وايي چې ولسمشر د ستونزې د اوارې له پاره ولسمشر ژمنه کړې چې له استادانو سره له نږدي وګوري .

د لوړو زدکړو وزیرهفریده مومند وايي: “دا موضوع ولسمشری ته وړاندی شوېولسمشرژمنه کړېچې د دې مسايلو له پاره به له استادانو سره وګوري.”

همدا زار هغې د پوهنتونو د هغه ښوونکو په اړه چې د ترفېع د نه اجرا له امله به منفک شي وویل چې هېڅښوونکی به منفک نشي .

فریده مومند زياتوي:”ښوونکو ته یو کال وخت ورکوو چې خپله موضوع وټاکي ترڅو د خپلې ترفېع له پاره کار وکړي او منفک به نشي.”

 خو د پوهنتونونو معترض ښوونکي بیا وايي چې تقنیيی فرمان توشېح شوی او وزیر د قانون خلاف نه شي کولای چې د ښوونکو د انفکاک مخنیوی وکړي دویوایي چې په قانون کې لاسوهنه شوې او که د دویغوښتنې حل نه شينو د کانکور ازموینه به تحریم کړي.

د پوهنتون ښوونکیپوهاند عبدالحنان حقیار وايي: “هغه قانون چې دوید اکادمیکوچارو د تنظیم له پاره جوړ کړیو ورک شویاو بل قانون توشېح شوی دیچې دا دقانون خلاف کار دی.”

د پوهنتون ښوونکینجیب الله امرخیل وايي:”عمومياجماع په لاره واچوواو د اساسيقانون مطابق به مدنيحرکتونه وکړو او د کانکور ازموینه به تحریم کړو.”

 داپه داسي حال کې ده چې سږ کال درې سوه پنځوس زره کسان د کانکور ازموینه ورکوي. د لوړو زده کړو وزارت وايي چې دوی په لوړو او نیمه لوړو تحصیلي موسسو کې یوازې تر یو سلو اتلس زره  کسان جذبولی شي. د لوړو زدکړو وزیره وايي چې سږ کال به د کانکور ازموینه رڼه وي او هېڅزورواکیاو یا د ملي شورا وکیل ته به اجازه ورنه کړي چې د کانکو په ازموینه کې لاسوهنهوکړي.

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!