Connect with us

تازه خبرونه

د پولیند په وارسا ښار کې د ناتو دوه ورځنۍ ناسته د همغږۍ غوښتنه کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-07-09-09h34m08s205

د تاتو غړي هېوادونه د پولیند په وارسا ښار کې راټول شوي، چې د افغانستان او سیمې په اړه بشپړ غور وکړي.

د ناتو عمومي منشي په یوه خبري ناسته کې د دغې سرمشریزې له مشرانو وغوښتل، چې له افغانستان څخه د ملاتړ له پاره د پرېکنده ماموریت پر غزیدو، سیاسي ګډون، روزنې، مشورې او له افغانستان سره د اړیکو پر ساتو همغږي شي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرک ټینګار کړی؛ زه د دغې سرمشریزې له دولتونو او حکومتونو غواړم، چې د افغانستان په اړه درې پرېکړې وکړي:

لومړی په افغانستان کې د “پرېکنده ملاتړ” په نامه د ناتو ماموریت غزول.

دوه یم، د افغان امنیتي ځواکونو تمویل او په جنګ کې د ناتو ځواکونو نېغ په نېغه نه ګډون.

درېیم، د ناتو او کابل ترمنځ د ګډوناو ملګرتیا پیاوړي کول.

دغه درې واړه پرېکړې د افغانستان د باثباته کولو او د تروریزم په وړاندې د دغه هېواد د خپلو هڅو له پاره غوره دي، چې یوځل بیا د تروریزم پر ځاله وانوړي.

د ناتو عمومي منشي د پاکستان په شټون کې د افغانستان له حکومته د سولې او خبرو اترو په اړه د بحث غوښتنه وکړه.

هغه وایي، زه د سولې او خبرو اترو په اړه د افغانستان د حکومت هڅې، چې پاکستان یې هم ترې برخمن ساتلي هرکلی کوم او په دې اړه د سیمې د ټولو هېوادونو د برخه اخیستو غوښتونکی یم.

د یادونې وړ ده، چې بارک اوباما د دغې ناستې په څنډو کې افغانستان ته د ګواښونو د مخنیوي له پاره د ۲۰۱۶ کال تر پایه د ۸۴۰۰ سرتېرو د پاتې کیدو  پرېکړه وکړه، چې نن به یې په اړه په افغانستان او سیمه کې د ډاډ وړ پرېکړې وشي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!