1393ټاكنې
د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو له بدلون پرته سمونونه د منلو وړ نه دي – اجراییه رییس
اجراییه ریاست وایي، په ټاکنیز نظام کې اصلاحات د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو له بدلون پرته د منلو وړ نه دي.
په دغه ریاست کې مسوولین ټینګار کوي چی د ټتاکنیزو کمیسیونو د غړیو لرې کول د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه لیک یوه برخه ده او د ټاکنیزو کمیسیونونو د اوسنیو غړیو په شتون کې پارلماني ټاکنې ناشوني دي.
بلخوا یو شمېر ټاکنیز کارپوهان په دې باور دي چې د حکومت د دوو مشرانو په ګټو کې تضاد د دې سبب شوی چې په ټاکنیز نظام کې بدلون رانه شي.
مخکې له دې د ولسمشر دویم مرستیال ویلي و چی په ټاکنیز نظام کې اصلاحات په دې معنی نه دي چی د دې کمیسونونو غړي دې بدل شي، خو د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي د ټاکنیزو کمیسیونونو د اوسنیو غړو له لرې کولو پرته اصلاحات مانا نه لري.
د ملي یووالي د حکومت په هوکړه لیک کی هم راغلي چی ټاکنیز نظام جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري او دغه اصلاحات باید د ۱۳۹۴ له پارلماني ټاکنو نه باید مخکی تر سره شي.
د ملی یوالی د حکومت د هوکړه لیک د متن یوه برخه:
“د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د دې لپاره چی د افغانستان راتلونکې ټاکنې د پوره باور وړ وي، د افغانستان ټاکنیز نظام ( قوانین او بنسټونه) بنسټیز بدلون ته اړتیا لري. ولسمشر د سیاسي هوکړه لیک لومرۍ مادې ته په پام سره د ملي یووالي د حکومت تر جوړېدو وروسته سمدستي باید یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړي څو د افغانستان ټاکنیز نظام کې اصلاحات راشي. د یادولو وړ ده چی ټاکنیز اصلاحات باید د ۱۳۹۴ کال له پارلماني ټاکنو مخکې تر سره شي.“
خو د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو شپږ میاشتې تیرې شوې، د دې تر څنګ چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون نه دی جوړ شوی، بلکې د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ په دې موضوع د نظر سخت اختلاف موجود دی. کارپوهان دغه د نظر اختلاف د دواړو مشرانو په ګټو کې تضاد ګڼي.
په همدې حال کې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي وايي، څوک یې د ګوښه کولو واک نه لري او که دا اقدام وشي د قانون خلاف عمل دی.
1393ټاكنې
ازبکستان او افغانستان له نشهیي توکو سره د مبارزې پر همکارۍ ټینګار څرګند کړ
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال عبدالرحمن قاسمي نن ( سې شنبه د وږي ۲۱) د ازبکستان له سفیر سره په کابل کې وکتل.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ته له نشهیي توکو سره د مبارزې پر څرنګوالي معلومات وړاندې کړل.
د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د ازبکستان له سفیره وغوښتل، چې د نشهیي توکو د لهمنځه وړلو په برخه کې له یاد معینیت سره همکاري وکړي.
د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولینو دغه راز، د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف څخه وغوښتل، چې له نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې هم همکاري وکړي.
دغه راز دواړو لوریو د نورو مسایلو تر څنګ د نشهیي توکو په پروندو کې د بندیانو پر تبادلې هم هر اړخیزه خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له هوډ او نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې خوښي وښودله او مسوولینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ۹۷ ټاکنې
انتخابات ۹۷: چالشهای انتخاباتی ریاست جمهوری
1393ټاكنې
یو امریکایي څېړنیز مرکز د ۲۰۱۴ کال له ټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تازه څېړنه وایي، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمد اشرف غني بریالیتوب په روڼ ډول تر سره شوې نوی او د افغانستان پر ټاکنیز نظام د بیا کتنې او سمونونو غوښتنه کوي.
د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په تازه څېړنه کې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خبرې شوې دي.
امریکایي څېړونکی توماس جانسون د پېنځه کاله مخکې ټاکنو په تړاو مهم معلومات تر لاسه کړي؛ که څه هم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند لازمې رایې تر لاسه نکړې، خو د ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمداشرف غني بریا قانوني نوه.
د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي؛ محمد اشرف غني د ټاکنو په دوه یم پړاو کې له هغو ساحو ډېرې رایې تر لاسه کړې، چې په لومړي پړاو کې یې کمې ګټلې وې. کابل یوه بېلګه ده، چې غني د ټاکنو په لومړي پړاو کې یودېرش سلنه رایې ګټلې وې؛ خو په دوه یم پړاو کې یې دوه پنځوس سلنه رایې
څېړونکي توماس جانسون دا هم څرګنده کړې، چې عبدالله عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې بریالی و؛ خو په دوه یم پړاو کې یې د درې اعشاریه اووه سلنه رایو له توپیر سره د کابل اووه سلنه رایې له لاسه ورکړې، په یوه ولایت کې، چې وګړي یې د هر قوم دي او ګډ ژوند کوي، دا د نه باور وړ بدلون و. دې ته ورته مونږ نور شواهد هم لرو، چې ټاکنې له درغلیو سره مل وې.
په دې څېړنه کې ټینګار شوی، چې ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو ناورین جوړونکیو پروګرامونو د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابره کړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي د ملامتیا پیټی پر نړیواله ټولنه وراچوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي زیاتوي؛ یوازني کس، چې مخالفت وکړ د امریکا سفیر و او دې کار ته یې د وخت پر نلرلو ټینګار وکړ.
د دوه زره نولسم کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځینې سپارښتنې کیږي، چې د درغلیو مخه باید ونیول شي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې درغلۍ، سرغړونې او تېروتنې ډېرې شوې دي.
اوس سیاسي ګوندونه او ځینې څاروونکي بنسټونه ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنران باید بدل شي.
ټاکنیزو بنسټونو کې سمونونه د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه لیک مهمه برخه وه، خو څاروونکي وایي، چې حکومتي مشرانو دې برخې ته پاملرنه نده کړې.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ3 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه4 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان بلوچستان میشتو افغانانو ته د وتلو ګواښ وکړ