Connect with us

تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: د کاندیدانو سیاسي هوکړې ته د ټاکنو پایلې نشو ځنډولی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-09-08-19h14m03s188

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسئولین وايي، یوه اوونۍ وروسته به د ټاکنو پایلې اعلان شي. دغه کمیسیون هيله څرګندوي، چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان مخکې به کاندیدان په خپلو کې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

اټکل کېده، چې په همدې اوونۍ کې به د رایو د تفتیش پايلې اعلان شي، خو اوس داسې برېښي، چې د فني چارو وروستي کول ښايي یوه اوونۍ نور وخت ونیسي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر عزیز بختیاري وايي، دوی تمه لري، چې د پایلو تر اعلان وړاندې به دواړه کاندیدان سیاسي هوکړې ته ورسېږي او که داسې هم ونه شي دوی پایلې نه شي ځنډولی.

دویم پړاو ټاکنې وروسته له هغې کړکېچنې شوې، چې ډاکتر عبدالله عبدالله د رایو د شمېرنې او تفتیش له پړاوونو سره پرېکون اعلان کړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون همداراز وايي، چې د رایو په تفتیش او پلتڼه کې دوی له قانون څخه پورته عمل کړی دی.

په ټاکنو کې له معمول سره سم ګټونکی او بایلونکی وی، خو د افغانستان ټاکنې داسې یوه پړاو ته ننوتې دي، چې دواړه کاندیدان غواړي په یوه ارګ ور ننوځي.

دوی وايي، چې یوه به د ولسمشر او بل به د اجرايوی رئیس په توګه واک  تر لاسه کوي.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!