تازه خبرونه
د ټاکنو او شکايتونو کميسيونو اداري ټاکنې وکړې
د ټاکنو خپلواک کميسيون نن نجیبالله احمدزی د ريیس او عبدالقادر قریشي او وسیمه بادغیسي د هغه د مرستیالانو په توګه وټاکل او همداراز د شکايتونو کميسيون عبدالعزيز اريايي د رييس او حميرا حقمل هم د مرستيالې په توګه وټاکل.
د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له چارواکو وغوښتل چې د پارلماني ټاکنو له پاره ځانونه چمتو کړي او په دریو میاشتو کې د ټاکنیزو حوزو په هکله خپله طرحه کابینې ته وړاندې کړي. د ښاغلي دانش په وینا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم ډېر مهم ګڼي او زیاتوي چې باید په بشپړه بې طرفۍ د ټاکنو د شفافیت له پاره کار وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون نوو کمېشنرانو د رييس او مرستيالانو تر څنګ ګلاجان د منشي او عبدالبدیع صیاد د ویاند په توګه په کار وګومارل.
په همدې توګه عبدالعزیر اریايي د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ريیس او حمیرا حقمل د دغه کمیسیون د مرستیالې په توګه وټاکل شوه. دغه راز علي رضا روحانې د کمیسیون د منشي او ویاند په توګه په کار پیل وکړ. ولسمشرۍ ماڼۍ له نویو کمېشنرانو غواړي چې هر څومره ژر د پارلماني ټاکنو له پاره خپله طرحه کابینې ته وړاندې کړي.
د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي: “نه بايد نور هم خپل وخت له لاسه ورکړو، په بيړه بايد کار وکړئ او د ټاکنو له پاره تیاری ونيسئ، د حکومت دنده ده چې ستاسې مالي او سياسي ملاتړ وکړي.”
دغه کمیسیون دنده لري چې داخلي ګومارنې بشپړې کړي، د ټاکنو طرحې جوړې او مهال وېش يې اعلان کړي د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له مسولینو غواړي چې په پوره بې طرفۍ خپلې چارې په مخ یوسي.
محمد سرور دانش زیاتوي: “د شکايتونو کميسيون کار د ټاکنو تر کميسيون ډېر ارزښت لري، د دې کميسيون پرېکړې قضايي دي، د شکايتونو د کميسيون حکم لوړه ټاکنيزه مرجع ده چې دا کميسيون په ټاکنيز بهير کې د سترې محکمې په څېر عمل کوي.”
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسولین هم په دې باور دي چې د خلکو او ملت په وړاندې ستر مسولیت لري.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تخنیکي مرستیاله وسیمه بادغېسۍ وايي: “موږ بايد د هېوادوالو باور بېرته تر لاسه کړو، سره له دې چې موږ به له کورني اړو دوړ سره هم مخ وو.”
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي: “له نړيوالې ټولنې غواړو چې له موږ سره مالي او تخنيکي همکاري وکړي کنه راتلونکې ټاکنې به له کړکېچ سره مخ شي.”
د ولسمشر دویم مرستیال له ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي چې په ښکاره ډول خپلې پرېکړې وکړي. ده حکومت مکلف وګاڼه چې په ټاکنیزو کمیسیونونو د هر ډول لاسوهنې مخه ونیسي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ