Connect with us

تازه خبرونه

د وږي ۱۸ د احمد شاه مسعود له ۱۶ تلین سره برابره ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملي اتل احمدشاه مسعود د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۱۸ د تخار د خواجه غار په ولسوالۍ کې د دوه کسانو لخوا، چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وه، شهید شو، چې  اوس دا ورځ په ټول هېواد کې رخصتي ده.

احمدشاه مسعودد دوست محمد خان زوی دی، چې د ۱۳۳۲ لمریز کال د وږي پر ۱۱ د پنجشېر د جنګلک په کلي کې وزیږېد. پلار یې د ظاهرشاه په واکمني کې د پوځ له افسرانو څخه و.

نوموړي د ماشومتوب دوره په پنجشېر کې تېره کړه؛ پنځه کلن و، چې د پنچشېر د بازارک لیسې په لومړي ټولګي  کې شامل شو او په همدې عمر له خپلې کورنۍ سره کابل ته راکډه شو.

مسعود په استقلال ښوونځي کې تر دولسم ټولګي زدکړې وکړې او د کابل د پلتخنیک انجینري پوهنځي ته یې لار پیدا او ور سره جوخت یې په ۱۳۵۲ کال کې په رسمي توګه د افغانستان د اسلامي نهضت غړیتوب تر لاسه کړ؛ خو لوړې زدکړې یې نه وې پای ته رسیدلې، چې د شوروي پر خلاف یې جهاد ته ودانګل.

په ۱۳۵۴ کال کې یې د وخت د حکومت پر ضد په پنجشېر کې د لومړني پاڅون مسوولیت پر غاړه و.  پاڅون ناکام شو او د هغه څو تنه همکاران د شاه ابدال په ګډون ونیول شول او وروسته اعدام شول. هغه، چې د دولت تر تعقیب لاندې و، پاکستان ته ولاړ؛ هغه پاڅون یې یوه تېروتنه وبلله او له هماغه ځایه یې له ګلبدین حکمتیار سره لار جلا کړه.

په ۱۳۵۷ کال کې د غویي د اوومي له کودتا وروسته هغه نورستان او کونړ ته ولاړ او د مجاهدینو وړې ډلې یې رهبرې کولې او په دې توګه یې د کمونستي رژیم خلاف جهاد پیل کړ.

هغه د  ۱۳۵۸ کال د غبرګولي په میاشت کې د یوې ډلې مجاهدینو پر ملتیا له نورستان څخه پنجشېر ته ولاړ او د همدې کال د چنګاښ په ۱۷ یې په پنجشېر کې د مجاهدینو چریکي ډلې جوړې کړې او له افغانستان څخه یې د  شوروي  پوځیانو تر وتلو جهاد او مبارزه روانه وساتله.

د روسانو له وتلو او د کمونست پلوي حکومت له پرځیدو وروسته په پاکستان کې د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو لنډ مهالی( موقت) حکومت جوړ او مسعود د ټاکنو پر جوړښت کار پیل کړ؛ خو د ځینو جهادي رهبرانو تر منځ توپیرونو او ځانغوښتنو وده وکړه او اختلافاتو یې د کورنیو جنګونو اور بل کړ.

د کورنۍ جګړې د بشپړې ودې په بهیر کې طالبان رامنځته او له لږ وخت وروسته یې د یو شمېر هېوادونو د مالي او پوځي ملاتړ په خپلولو په ۱۳۷۵ ل کال یې یې د هېواد پلازمېنه کابل ونیوه د هغه د جګړې بله ۴ کلنه دوره د طالبانو پر خلاف پیل شوه؛ خو د ۱۳۸۰ کال د وږي په اتلسمه د تخار خواجه غار ولسوالۍ کې د دوه کسانو لخوا، چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وه، شهید شو.

د یادونې وړ ده، چې هغه دوه ویشت کاله د شوروي او طالبانو په وړاندې جګړه کړې ده.

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!