تازه خبرونه
د ولسي جرګې غړي د راحل شريف څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري
د پاکستان لوی درستیز راحل شریف وايي چې هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې صادقانه هڅې کړې دي. هغه په افغانستان کې د شرایطو د خرابوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د هغو کسانو مخنیوی به وکړي چې غواړي د پاکستان د دغو هڅو د ناکامولو هڅې کوي.
ده ټینګار کړی چې د پاکستان هغه هڅې باید درک کړل شي کومې يې چې د ترهګرۍ په خلاف پیل کړې دي.
کابل اسلام اباد تورنوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو له پاره په هغو اورپکو فشار نه زیاتوي چې په پاکستان کې مرکزونه لري.
د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف وايي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره صادقانه هڅې کوي.
هغه زياتوي: «مونږ په رښتینې توګه د افغانستان د سولې او امنیت له پاره کار کړی، خو ځینې عناصر چې د سولې مخالف دي، غواړي زمونږ دغه هڅې ناکامې کړي، که خدای کول هغوی به په خپل هدف کې بریالي نه شي.»
د پاکستان د پوځ د دغه لوړ پوړي چارواکي څرګندونو ته بیا د افغانستان د ولسي جرګې غړي د شک په سترګه ګوري.
د ولسي جرګې غړی فکوري بهشتي وايي: «د پاکستان دولت د افغانستان د دولت مخالفين تجهيزوي او ملاتړ يې کوي. د دوی دا ادعا چې دوی له افغان دولت سره مرسته کوي په ځای نه ده.»
د ولسي جرګې غړې شکریه پیکان وايي: «دوی خپل کوم صادقانه عمل ښيي، په افغانانو چې څومره مصيبتونه راغلي هر وخت يې عامل پاکستان دی.»
راحیل شریف وايي چې په افغانستان کې روانې نا امنۍ د پاکستان له پاره هم د اندېښنې وړ دي.
راحل زياتوي: «مونږ د افغانستان د کړکیچن وضعیت په هکله اندېښمن یو. مونږ له افغانستان سره د وینې او تاریخ پیوند لرو. هېڅ قدرت به د دې توان ونه لري چې زمونږ دغه اړیکې پرې کړي. د ترهګرۍ خلاف زمونږ هڅې مهمې دي او تمه لرو چې نړیواله ټولنه زمونږ د دغو هڅو ملاتړ وکړي.»
افغان پوځي کارپوهان په دې باور دي چې پاکستاني پوځ په خپله خاوره کې د هغو ترهګرو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ