Connect with us

تازه خبرونه

د هیواد 9 ولایتونه باید د میرمنو له خوا اداره شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-01-17h49m38s35

د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکي ډله وایي؛ میرمنې باید یوه استازي په ستره محکمه او نهه والیانې په هیواد کې ولري.

دوی په ټینګار سره وایي چې د ملي وحدت د حکومت مشران باید په خپلو وعدو ودریږې او د رهبرۍ په پوستونو کې د میرمنو په ونډې کې زیاتوالی راولي.

د دغې ډلې غړې زیاتوي چې اړتیا ده ترڅو داسي یوه کړنلاره چې په ادارو کې د میرمنو د ونډې د زیاتوالي لامل شي په لاس کې ونیول شي.

ارزلا بارکزي د ښځو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلي غړې:

” اوس هغه وخت رارسیدلی چې د دې ژمنو د عملي کولو په برخه کې په ټولو برخو کې د ښځو ونډه په کلکه سره په پام کې ونیول شي؛ د دغو غوښتنو د عملي کولو له ډلې څخه ډله همدا رنګه ښځو ته د نهو ولایتونو د کرسیو ځانګړي کولو غوښتونکي ده.”

د میرمنو د حقونو دغه فعالان له دې سره چې کابینې ته د څلورو میرمنو په ورتګ خوښې څرګندوې؛ خو له حکومته غواړې چې پارلماني ټاکني په خپل وخت سره تر سره کړي؛ خو غواړي چې لمړی په تاکنیزو بڼسټونو کې اصلاحات راوستل شي.

قدریه یزدان پرست د ښځو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلي غړې:

که ټاکنې په خپل وخت تر سره نه شي، نو په ولسواکۍ باندې د ټولنې باور کمزوری کوي؛ نو موږ غوښتنه کوو چې حکومت په سر کې په ټاکنیز بنسټ کې سمونونه جدي ونیسي او ورپسې په خپل وخت ټاکنې.

د میرمنو د سیاسي حقونو غوښتونکي ډلې غواړي چې یوه طرحه ولسمشرۍ مانۍ ته وړاندې کړي چې پر بنسټ بي په سیاسي بنسټونو کې د میرمنو ګډون آسانه کړي.

دا غوښتنې په داسې حال کيږي چې افغان ولسمشر د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ژمنه کړې وه چې ښځو ته به په کلیدي پوستونو کې ځای ورکوي.

Advertisement

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو ۶ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې پر ورځ (د وري نهمه) په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د وروستیو شپږ میاشتو هڅې او پرمختګونه رسنیو ته وړاندې کړل.

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په تېرو شپږ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي، چې ۷ زره ۲۳۳ یې کشف او ۱۵ سوه ۲۵ نورې تر څېړنې لاندې دي.

قانع زیاته کړې؛ ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو پر تړاو نیول شوي دي.

نوموړی وایي؛ په دې موده کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي، ۱۸ کسان یې له منګولو ازاد شوي او ۱۷۲ د انسان تښتونې پر تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د پاسپورټونو د وېش په اړه څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي او په کابل کې به د وېش درې نورې نوې ادارې جوړې شي.

قانع ویلي: د پاسپورټ رياست له‌خوا هره ورځ لس زره پاسپورتونه هېوادوالو ته وېشل کېږي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق هم صفر ته رسېدلي او په هېواد کې د نشه‌یي توکو د تولید اته ماشینونه او د نشه‌یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي. دوی د پولیسو د مسلکي کیدو، له فساد سره د مبارزې او د وسلو په راټولولو کې هم لاسته راوړنې لري.

هغه دا هم ويلي، چې په دې موده کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې کومه امنيتي پېښه نده رامنځته شوې او نه هم کوم امنيتي ضد فعاليتونه ترسره شوي دي.

د قانع د څرګندونو له مخې، امنیتي کچه د تېرو څو لسیزو پر پرتله بې سارې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه خوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!