تازه خبرونه
د هلمند د موسي کلا ولسوالۍ د نیولو له پاره افغان او ائتلافي ځواکونه گډ عملیات کوي
دامریکا پهمشرۍدائتلافيځواکونوسرتېريلهافغانځواکونوسرهیوځایشوي،چېدهلمنددموسيکلاولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیسي.
د رپوتونو له مخې د عملیاتو په ترڅ کې هوايي بریدونه هم ترسره شوي.
د چهارشنبې په ورځ د موسي کلا ولسوالي له دوه زره اووم میلادې کال وروسته د لومړي ځل له پاره د طالبانو ترولکې لاندې راغله.
د رویترز خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت له قوله لیکي، چې د افغان ځواکونو په عملیاتوکې یو سل و پنځوس وسلوال طالبان وژل شوي دي.
په دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو شپږسرتېري هم وژل شوي او څلور نورټپیان دي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري درویترز خبري آژانس ته ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال جنرال عبدالخالق خان د روانوعملیاتو له پاره هلمند ولایت ته تللی دی.
د هلمند د ولایتي شورارییس محمد کریم اتل وایي، د دفاع وزارت مرستیال جنرال عبدالخالق خان څلور ورځې وړاندې د هلمند ولایت شوراوک اډې ته راغلی او تر اوسه یې له موسی کلا لیدنه نه ده کړې.
نوموړی زیاتوي، که له مرکز څخه یو کاري لوړپوړی پلاوی سیمې ته راورسیږي؛ نو کیدی شي په راتگ یې د افغان ځواکونو روحیه پیاوړې شي.
ښاغلي اتل په ډاگه کړې، چې دغه راز د دغه ولایت د قول اردو او امنیه قومندان هم څلور کیلومتره له موسی کلا لیرې په روشن تاور کې اړولي او له خپلو قطعاتو لیرې اوسیږي.
د هغه په وینا؛ که دغه قومندانان له خپلو قطعاتو سره یو ځای شي او له نږدې دجگړې قومنده خپله کړي؛ نو افغان ځواکونه به وکولی شي موسی کلا ولسوالۍ ته وردننه شي.
نوموړي دغه راز په ډاگه کړه، چې تېره ورځ د امریکا په مشرۍ پر یو کور بمبارد شوی او د طالبانو یو شمېر وسایل یې له منځه وړي؛ ۲۱ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
دغه راز په دې بمبارد کې ښځو اوماشومانو ته هم مرگ و ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا؛ د کندهار او هرات څخه رارسیدلي کوماندو ځواکونه له سیمې سره بلدتیا نه لري او نه شي کولی د جگړې سیمې ته وردننه شي.
.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ