Connect with us

تازه خبرونه

د ننگرهار په ډله يیز ځانمرگي برید کې ۲۲ تنوته مرگ و ژوبله اوښتې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-05-12-17h00m34s56

د ننگرهار د عدلیې پر ریاست په ډله يیز ځانمرگي برید کې نن سهار(د غويى۲۲) دوه ویشت تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي په پېښه کې د عدلیې د ریاست ، څلور کارکوونکي، دوه پولیس او یو زدکوونکى وژل شوي او دولس تنه ټپیان دي، چې ډېر یې ملکي وگړي دي.
د ننگرهارد جنايي جرمونو پرضد د مبارزې ريیس عبدالروف روزگانى وايي:
بریدگر ټول درې تنه ول, چې یوه یې ځانته چاودنه ورکړې او دوه یې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، بریدگرټول درې تنه ول او په یو سراچه موټر کې یې د پولیسو له لباس څخه په گټه پورته كولو تر دې ریاست پورې ځانونه رسولي ول.
ښاغلى روزگانى زياتوي، بریدکوونکيو لومړی د ریاست مخې ته دوه پولیس په ډزو وژلي او وروسته یې د ریاست د ودانۍ په دوه يم پوړکې ځای نیولی و، چې له هغې ځای څخه یې له پولیسو سره څلورساعته جگړه وکړه.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخستی دى.
د ننگرهار د عامې روغتیا ريیس وايي، چې د پېښې له ځای څخه ورته دولس ټپیان ور وړل شوي، چې د ځینو یې روغیتايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د پېښې ځای ته نږدې د سیمې په یوه منځني ښوونځي کې سلگونه زدکوونکي هم بند پاتې ول، خو زیان ورته نه دی اوښتی.
د نښتې پرمهال د دواړو خواوو ډېرې مرمۍ د خلکو پر کورونو لگیدلي او مالي زیان یې ورته اړولی دى.
یوشمېر خلک پر امنیتي ځواکونو نیوکه کوي، چې د پېښې پرمهال یې له هرې خوا بې هدفه ډزې کولې.
وسله والوطالبانود دې برید مسوولیت په غاړه اخستی او ادعا یې کړې، چې د عدلیې ریاست لسگونه مامورین یې مړه او ژوبل کړي دي.
د يادونې وړ ده ، چې له دې برید څو شېبې وړاندې په جلال آباد ښار کې د پولیسو پر یوه رینجرموټر د سړک غاړې چاودنه هم شوې وه، چې له كبله یې دوه پولیس او څلورملکي وگړي ټپیان شوي وه.
د هغې پېښې مسوولیت هم طالبانو په غاړه اخستی و.
وسله والو څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د دوشنبې په ورځ به د نوي جگړه يیزعملیات پيل شي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!