تازه خبرونه
د ناټو په افغانستان کې د ځواک ساتلو لیوالتیا لري
مخکې له دې، چې د افغانستان د مالي او پوځي ملاتړ له پاره د بروکسل غونډه پیل شي، په افغانستان کې د ناټو پریکنده ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون د تړلو دروازو تر شا د دغه هېواد د امنیتي وضعیت په اړهخپلې څیړنې د ناټو تړون د غړو هېوادونو لسګونو مشرانو ته په بروکسل کې وړاندې کړې.
په افغانستان کې د ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت د قوماندانانو په ګډون د ناټو جګپوړي, قومندانان په دې باور ده، چې باید په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېرراـیت شي.
دوی وایي، لا تر اوسه له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له پاره زمینه نه ده برابره او د باثبات او امن افغانستان له پاره اړتیا ده،چې په دې هېواد کې میشت ځواکونه وساتل شي.
د ناټو سرمنشي د افغانستان وضعیت د دغه سازمان د غړیو هېوادونو د امنیت او ثبات له پاره ډېر مهم بولي او وایي،چې اړتیا ده له افغانستان څخه مالي ملاتړ دوام وکړي.
په دې غونډه کې د امریکا لوی درستیز جوزف دانفورداو په اروپا کې د ناټو اعلی قومندان هم حضور درلود.
په ناټو کې د اروپا اعلی قومندان جنرال کورتیس اسکاپاروتي وایي؛څه،چې د جنرال نیکلسون له څیړنو تر لاسه شول؛هغه دا دي،چې باید له افغانستان څخه باید د شرایطو له مخېناتو ځواکونه ووځي.
مونږ له افغانستان سره یو اوږدمهاله ژمنه لرو، په دې معنا،چې مونږ باید هغه هدف تر لاسه کړی شو،چې افغانستان نور د ترهګرو خوندي مرکز ونه ګرځي او ترهګرو ته نور نو پناه ځای نه وي.
دا په دې معنا ده،چې نهه زره اته سوه امریکایی سرتېري په افغانستان کې دېره دي؛ د روان میلادي کال تر پایه پېنځه نیم زرو ته نه را کمیږي.
دا هغ مورد دی،چې د ناټو د پوځي کمیټې رییس جنرال پترییول هم ورته اشاره کوي.
په افغانستان کې د ناټو د زیاترو متحدینو تر منځ دا درک شتون لري،چې د اوسنیو سرتېرو ساتل به عاقلانه کار وي.په دې خاطر،چې له افغانستان څخه زمونږ د ځواکونو د ویستو له پاره شرایط نه دي برابر شوي.
د ناټو د نړیوالو ځواکونو پوځي قومندان له افغانستان او د ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت د ملاتړ لپاره اوږدمهاله ژمنه بیان کړه.
د افغانستان امنیتي ځواکونه د افغانستان د ثبات لپاره مهم دي.
لوی درستیز قدم شاه شهیم د افغانستان جګړه له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه بولي او د دغې جګړې تر پایه د نړیوالې تولنې د حضور غوښتنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د افغانستان د امنیت او ثبات په ارزښت ټینګار کوي او له دغه هېواد څخه مالي ملاتړ ډېر مهم بولي.
په دوه دلیلونو افغانستان ناټو ته مهم دی؛مونږ پوهیږو، چې با ثبات افغانستان همدا راز د ناټو په ګټه دی او دا مهمه خبره ده. دوه یم دا، چې افغانستان په واقعیت کې ناټو ته مهم دی، په دې خاطر، چې زمونږ ستر پوځي عملیات هلته شوي او مونږ ډیر کلونه هلته وو، مونږ هلته لوړه بیه پرې کړه او درانده تلفات مو ورکړل. زه فکر کوم،چې افغانستان ته د ناټو او متحدینو مالي مرستې ډېرې مهمې دي او مونږ به دوام ورکړو.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې دوه یمه او وروستۍ ورځ افغانستان ته ځانګړې ده، چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت، د ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت دوام او له ۲۰۱۷کال وروسته د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ مساله په کې څېړل کیږي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو