Connect with us

تازه خبرونه

د ملي شورا د تقاعد حقوق تصویب شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې د دولت د لوړ رتبه چارواکو د معاشونو او امتیازاتو د قانون د لسمې مادې په درېیمه فقره کې په تعدیل راوستو سره د ملي شورا د غړو له پاره د تقاعد حق تسجیل کړ.

همدا راز مشرانو جرګې د پیسو مینځلو د مخنیوي او له جرمونو څخه د را پیدا شويو عوایدو د مخنیوي قانون په څلورمه ماده کې یې هم تعدیل راوست او دغه قانون یې له ۱۳۸۳ لمريز کال څخه نافذ وباله.

مشرانو جرګې د یوې ډلې غړو د وړاندیز له مخې په دغه جرګه کې پرېکړه وشوه چې د لوړ پوړو چارواکو د قانون د لسمې مادې په درېیمه فقره کې تعدیل راولي او د ملي شورا غړي هم له تقاعد څخه برخمن شي.

دغه قانون مخکې په څلورو فصلونو او ۱۳ مادو کې تصویب او توشیح شوی و.

د مشرانو جرګې د تقنین د کمیسیون غړی حسن هوتک وايي:

«په دې قانون کې د ملي شورا غړي مستثنی وو خو موږ اوس په قانون کې د تعدیل په راوستلو سره غواړو چې د ملي شورا غړي هم د تقاعد له حقوقو برخمن شي. ځکه چې موږ هم د دولت جز یو.»

وروسته مشرانو جرګې په غوڅ اکثریت سره په قانون کې دغه تعدیل تصویب کړ.

همدا راز د پیسو د مینځلو د مخنیوي او له جرمونو څخه د راپیدا شويو عوایدو د مخنیوي د قانون په څلورمه ماده کې هم تعدیل راوستل شو او دا قانون يې له ۱۳۸۳ کال راپه دې خوا نافذ وباله.

ولسې جرګې بیا پرېکړه کړې وه چې دا قانون يې د ۱۳۸۱ کال راهیسې نافذ ګڼلی و. د ولسي جرګې یو شمېر غړي د مشرانو جرګې له دغې پرېکړې سره مخالفت ښيي.

د مشرانو جرګي غړی محی الدین منصف وايي:

«دا د اساسي قانون خلاف دی باید چې د دولت طرح تایید شي»

د مشرانو جرګې منشي نجیبه حسیني وايي:

«دا د قانون خلاف نه شي کېدلی ځکه چې له فساد سره باید وشي.» خو تر ډېر بحث وروسته دغه تعدیل تایید شو.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم اېزد یار وايي چې مثبته رایه ورکوونکي دې شین او منفي رايه ورکوونکي دې سور کارټ پورته کړي، په دې سره په نهو مخالفو رایو تصویب شوه.

ولسې جرګې تر دې وړاندې د پیسو د مینځلو د مخنیوي او له جرایمو څخه د راپیدا شويو عوایدو د مخنیوی قانون په اتو فصلونو او ۷۰مادو کې تصویب کړی و.

 

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!