Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د كويټې شورا د استاد رباني د ترور۴ مياشتنى چمتووالى درلود- محمدي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د كورنيو چارو وزير وايي، چې:

د وسله والو طالبانو د كويټې شورا له تېرو څلورمياشتو راهيسې د سولې د خبرو په بهانه د سولې عالي شورا مصروفه كړې وه؛ ځكه، چې دوى د استاد رباني د ترور لپاره چمتووالي  ته اړ ول.

نوموړي دا څرگندونې د ولسي جرگې په غونډه كې د تلې په ۹ وكړې .

ولسي جرگې د سولې د عالي شورا د رييس د وژل كيدو د څرگنوالي په اړه د افغانستان ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت رييس جرگې ته ورغوښتتي وه.

دغو امنيتې چارواكو وويل، چې د ياد ترور دسيسه د وسله والو طلبانو د كويټې د شورا او د پاكستان د اى اس اى له خوا تنظيم شوه وه.

د افغانستان ملي د فاع ، كورنيو چار وزيرانو او د  ملي امنيت  سر پرست رييس  په افغانستان كې د ورستيو  امنيتي ستونزو او د سولې عالي شورا د ريس برهان الدين رباني د  ترور په اړه  د ولسي جرگې دعمومي غوندې  پوښتنو ته ځوابونه وويل.

ملي دفاع وزيرجنرال عبدالرحيم وردگ وويل، چې:

زما په مشرۍ د استاد برهان الدين رباني د وژلو د پېښې د څېړنې پلاوي كار تريو ځايه بشپړ شوى او له څېړنو داسې ښكاري، چې د نوموړي د وژلو طرحه څلور مياشتې وړاندې له هېواد بهر تنظيم شوې وه.

وردگ وايي، چې:

پربرهان الدين رباني د ځانمرگې بريد ترسره كوونكى بهرنى و او ټول هغه كسان، چې په ياد بريد كې يې مستقيم يا غيرمستقيم لاس درلود؛ پېژندل شوي او په دې اړه له پاكستان د همكارۍ غوښتنه شوې ده.

د كورنيو چار وزيربسم لله محمدي  وويل، چې:

له تېروڅلورمياشتو را هيسي طالبانو د سولې د خبرو اترو لپاره څه نه درلودل او له سولې عالي شورا سره د دوى اړيكه يوازې يوه دسيسه وه، چې له دې سره يې د سولې عالي شورا مصروفه كړې وه او د يادو اړيكو جزيات له افغان امنيتې اورگانونو سره شريك نه ول.

هغه وويل، چې:

د دي پېښي ترشا د وسله والو طالبانو د كويټې شورا او د پاكستان د اى، اس ، اى لاس دي.

محمدي زياته كړه:

د افغانستان ستونزې له افغانستان څخه بهر په هغه ځاى كې دي، چې ترهگر روزل كيږي. تر هغې، چې په پاكستان كې له ترهگرۍ سره مبارزه ونشي؛ په افغانستان كې به ډاډمن امنيت را منځته نه شي.

د ملي امنيت سرپرست رييس رحمت الله نبيل د سولې عالي شورا د رييس په ترور كې څلورلاملونه په گوته كوي:

سولې ته د رسيدو په موخه د يو گټورميكانيزم  نشتون،  د وينو تويولو لپاره د ترهگرو هڅې، د دښمن په وړاندې د افغان حكومت خوشبيني او د امنيتي ارگانو په وړاندې د باورنشتون د سولې عالي شورا د رييس د ترو لاملونه دي.

هغه وويل:

كله، چې د سولې كميسيون جوړه شو؛  ويل شوي وه، چې  له خپلو پخوانيو اړيكو څخه  په گټه اخيستنه به طالبان سولې ته را وبولي،  خو د سولې په  بهير كې د وسله والو طالبانو د يو ځاى كيدو له وخت پرته، بل وخت په نورو وختونو كې امنيتې ځواكونه دخيل نه ول.

نوموړى د هغو كسانو په اړه له دقيقو څېړنو خبرې پيل كړې، چې د سولې خبرو ته چمتو كيدل،  خو د ولسي جرگې د اداري پلاوي لخوا غونده سري شوه او د تړلو دروازو تر شا د دوى نورو بحثونو دوام وكړ.

په پام كې ده، چې  د افغا نستان له لوري يو پلاوى  پاكستان ته لاړ شي، چې د پاكستاني چارواكو په مرسته  د سولي عالي شورا د رييس د وژنې په اړه څېړنه وكړي؛ خو ولسمشر حامد كرزي ويلي كه پاكستاني لورى  په دې اړه مرسته ونكړي؛ نو له نړيوالې ټولنې به مرسته وغواړي

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې اسرائیلو په وروستیو اوونیو کې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي؛ خو د پام وړ کار پاتې دی، ځکه په دې سیمه کې د قحطۍ خطر ډېر دی.

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډېوېډ سټېټرفیلډ خبریالانو ته ویلي، اسرائیلو په دې وروستیو دوه نیمو اوونیو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

ډېوېډ سټېټرفیلډ څرګنده کړې: اوس هم د پام وړ کار پاتې دی، چې باید ترسره شي؛ خو پرمختګ شوی دی.

هغه ویلي، چې په ټوله غزه کې په جګړي توګه شمالي سیمې د قحطۍ له ډېر خطر سره مخ دي.

نوموړي ویلي، چې د فلسطین په کوچنۍ ګڼ میشته سیمه کې له اړو خلکو سره مرستې ته اوس ډېره اړتیا ده.

ملګرو ملتونو له اوږده وخت راپدیخوا په غزه کې د مرستې رسولو او د هغې د وېشلو په لار کې له خنډونو څخه اندېښنه ښودلې او څرګنده شوې، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د اسرائیلو لخوا د غزې د واکمنې اسلامي وسله‌والې ډلې حماس پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه ترسره تر سره کیږي.

د اسرائیلو پوځي کمپاین د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا، چې حماس د اسرائیلو په سویل کې جګړه پیل کړه، چې له کبله یې د بشري ناورین ترڅنګ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازاریني د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اپریل پرپرتله غزې ته د تلونکو لاریو منځنی شمېر د ورځې ۳۱۶ ته لوړ شوی دی.

ویل کیږي، چې اوس کثافاتو راټولولو ته پاملرنه ډېره شوې او هڅه کیږي، چې په سویلي غزه کې د ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته ورسېد.

د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمه‌ییزو سلا‌مشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.

دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو له‌خوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.

دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.

ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.

اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربه‌توب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.

د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.

اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمه‌ییز بحران مسوول دي.

اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهال‌وېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!