لوبی
د صحرا جام سیالیو په لړ کې افغانستان نامیبیا ته په ۶۴ منډو ماته ورکړه
افغانستان له نامیبیا سره د کرکت لوبې پچه وګټله او ۱۶۷ منډې یې جوړې کړې.
د نامیبیا توپ وهنې پر مهال د ملي لوبډلې توپ اچوونکیو د سیالې لوبډلې توپ وهونکو ته د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ او د لوبې د پیل په شېبو کې يي د سیالې لوبډلې پېنځه مهم لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.
نمیبیا لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۱۰۳ منډې یې جوړې کړې او په دې لوبه کې يي په ۶۴ منډو ماته وخوړه.
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې ټولو توپ اچوونکیو غوره توپ اچونه وکړه.
ملي کرکت لوبډلې د صحرا جام په دوه تېرو لوبو کې له عربي اماراتو او آیرلند څخه لوبې ګټلي دي.
لوبی
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځمه لوبه کې د موج ساحل لوبغاړي شاه نصیر نوري جوانان واحدي لوبډلې ته د ډګر له نیمایي څخه پخپل زړهراکښونکې ګول یو د صفر پر توپیر بریا خپله کړه.
د دغو سیالیو په شپږمه لوبه کې، چې پر همدې ورځ ترسره شوه؛ میوند لوبډلې عد الت فراه ته ۲ پر ۱ماتې ورکړه.
د لوبې لومړی ګول د عدالت فراه له لوري عبدالعلي واحدي په شپږدېرشمه دقیقه کې ترسره کړ؛ خو د میوند لوبډلې رحیم الله د لوبې د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو لږ مخکې لوبه مساوي کړه.
عبدالرحمن محمدي د لوبې په دوهیمه نیمایي کې ګټونکی ګول ترسره کړ او لوبډلې ته یې د ډګر بریا ورپر برخه کړه.
نن سې شنبه ( د غویي څلورمه ) غرمه مهال یوه بجه به ابو مسلم فراه له خراسان فاریاب سره او له غرمې وروسته درې نیمې بجې به سرسبز یاشلر د عینو مېنې پر وړاندې لوبه وکړي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
د افغانستان اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو په درېیمه لوبه کې عینو مېنې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د استقلال کابل لوبډلې ته ۳ـ۰ ماتې ورکړه او په څلورمه لوبه کې بیا اټک انرژي پر همدې پایلې خدیم افسي ته ماتې ورکړه.
د عینو مېنې لوبډلې درې ګولونه؛ دوه ګوله نبي مقدس او یو هغه حمید نورزي وواهل. د اټک انرژی لپاره علي رضا پناهي، بهنام او محبوب حنفي ګولونه ووهل.
د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د شنبې پر ورځ پیل شو، چې په پیلیزه لوبه کې ابو مسلم لوبډلې سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
په دوهیمه لوبه کې سورخپوشان خوافي، خرآسان لوبډلې ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه.
ټاکل شوې نن (دوشنبه د وري درېیمه / د اپریل دوهویشتمه) دوه لوبې ترسره شي.
لومړۍ لوبه به د جوانانواحدي او موجساحل ترمنځ غرمه مهال پر ۱:۰۰ پیل شي.
دوهیمه هغه به له غرمې وروسته ۳:۳۰ د عدالت فراه او میوند ترمنځ شي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نن (پنجشنبه د وري دېرشمه) د آسیا ملتونو جام د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایران پر وړاندې ۱ پر ۳ ماتې وخوړه.
د افغانستان او ایران فوټسال ملي لوډلو ترمنځ دا لوبه د تایلینډ په بنکاک ښار کې د دغو سیالیو په ډي ګروپ کې ترسره شوه.
د افغانستان لپاره یوازنی ګول مهران غلامي تر سره کړ.
د هېواد فوټسال ملي لوبغاړي به د راتلونکې شنبې پر ورځ د دې سیالیو په دوهیمه لوبه کې د کویټ له لوبغاړو سره مخ شي.
د افغانستان د آسیا ملتونو په فوټسال جام کې له ایران، بحرین او کویټ سره د یوه ګروپ ډلې دي.
د يادونې ده، چې د آسيا ملتونو فوټسال جام د ټایلیند پر کوربتوب نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره د نړۍ د ۱۶ هېوادونو ترمنځ د ترسره کېدو په حال کې دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه17 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ15 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول