Connect with us

انځوريز خبرونه

د سوداگرۍ اوصنايعوخونې د مد يره پلا وي د ټاكنو پايلې اعلان شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نولس څوكيو ته څلور پنځوس كسانو ځانونه كانديد كړي وه، چې د تلې په ۱۹ يې د نولس برياليو كسانو نومونه اعلان شول.

د افغا نستان د سوداگرۍ خونې مسوولين وايي، چې:

دغه ټاكنې په پوره رڼښت ترسره شوي او هغه ادعاوې يې بې بنسټه وبللې، چې په ټاكنو كې د ټگۍ برگۍ په اړه ځينو كانديدانو كړې وې.

د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال اسلم حجاب څرگندوي، چې:

د كابل ولايت د  سوداگرۍ خونې دغړيوټاكنې، چې تېره يكشنبه(د تلې په ۱۷) تر سره شوي؛ د سه شنبې په ورځ يې پايلې اعلان شوې.

حاجي مايل د ۴۵۳۴ رايو په ترلاسه كولو د كابل د سوداگرۍ خونې د رييس، سيد جميل سادات د  ۴۲۶۴ رايو په ترلاسه كولو د مرستيال په توگه معرفي شول.

د سوداگرۍ د خونو مرستيال خان جان الكوزى وايي، چې:

دغه كسان به ډېر ژر پخپلو چارو پيل وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې دغو ټاكنو ته څلورپنځوس كسانو ځانونه كانديد كړي وه، خو اووه تنو نيوكه وكړه، چې په ټاكنو كې ټگۍ و برگۍ وشوې؛ نو، ځكه يې په ټاكنو كې گډون ونكړ.

همداراز د افغانستان د سوداگرۍ خونو مسوولين وايي، چې:

د هېواد په ۲۱ولايتونوكې د سوداگرۍ خونې د مديره پلاوي د ټاكلو په موخه ټاكني تر سره شوي او طمع كيږي، چې د پنجشنبي په ورځ(د تلې په ۲۱) په بلخ كې هم دغه ټاكنې تر سره شي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

انځوريز خبرونه

د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۹)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.

نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.

آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.

هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.

نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!