Connect with us

تازه خبرونه

د دوه یم پړاو احتمالي ټاکنو لپاره باید لنډمهالی حکومت رامنځته شي- حکمتیار

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د دوه یم پړاو احتمالي ولسمشریزو ټاکنو لپاره باید لنډمهالی حکومت رامنځته شي.

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له ځنډیدو وروسته ګلبدین حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو لومړنی نوماند دی، چې د احتمالي ولسمشریزو ټاکنو پر دوه یم پړاو ټاکنو خپل غبرګون په ډاګه کوي.

هغه وړاندیز کوي، چې په راتلونکې پسرلي کې د دوه یم پړاو ټاکنو لپاره باید لنډ مهالی حکومت رامنځته شي.

هغه په یوه خبري غونډه کې د یکشنبې پر ورځ( د تلې ۲۸) څرګنده کړه، چې میلیونونه دالر د یوه مشخص نوماند په ګټه ولګیدل او یو میلیون بې بایو متریک رایې هم په صندقونو کې واچول شوې.

ښاغلی ګلبدین حکمتیار زیاته کړې، چې په ټولیزه توګه د ټاکنو پایلې ده ته د منلو ندي.

د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند دا هم ویلي؛ که د رای ورکوونکیو شمېر یو نیم میلیون وي، نو ټاکنې دوه یم پړاو ته تلونکې دي، چې باید په پسرلي تر سره شي.

نوموړی د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د بهرنیو دیپلوماتانو په تګ راتګ هم نیوکه کوي او وایي، چې د ده لپاره یې پوښتنې را ولاړې کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ښاغلی حکمتیار دغه څرګندونې له وخت مخکې ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، چې کمیسیون د ټاکنیزو ډلو تر فشار لاندې دی او د له وخت مخکې خبرو ډډه نکوي. دوی باید د خپلو څرګندونو لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو ته  اسنادو او مدارکو وړاندې کړي.

حکمتیار دا هم لیرې نه ګڼي، چې که اړتیا شوه د خپلو پلویانو د رایو د دفاع لپاره به بېرته سنګر ته ستون شي.

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!