Connect with us

تازه خبرونه

د حامد کرزي او نورو پخوانیو دولتي چارواکو شتمني ناقصه راجستر شوې-سیګر

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-09-23-16h33m13s167

د افغانستان په بیارغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې اداره سیګر وایي، چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو پخوانیو دولتي چارواکو شتمني په ناقص ډول راجستر شوې او د فساد پر وړاندې د مبارزې عالې اداره په دې برخه کې په ناغیړۍ تورنوي.

سیګر دا ځل پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه دوه یم مرستیال ته د نیوکې ګوته نیسی.

سیګر  په خپل تازه راپور کې وایي، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره چارو کې پاتې راغلې او د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخوانیو دولتي چارواکو شتمني یې  سمه نه ده ارزولې.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، دوه یم مرستیال کریمخلیلي او د حامد کرزي د حکومت چارواکو له فساد سره د مبارزې عالي ادارې ته د شتمنیو په ثبت کې نیمګړي معلومات ورکړي او هغه سرچینې یې نه دي په ګوته کړي، چې دوی ترې دغه شتمني تر لاسه کړې ده.

حامد کرزي د خپلې شتمنۍ څو مورده ثبت کړي او مخکې یې ټینګار کړی، چې د پټېدو په کې څه نشته.

د حامد کرزي په وینا؛ په یوه الماني بانک کې یو څه پیسې لري، چې سپمولي یې دي؛ خو د بانکي حساب او سرچینې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د کرزي په لیست کې ځینې ګاڼې هم شتون لري، چې د پلور نېټه او ارزښت یې نه دی معلوم او پولي سرچینه یې هم نه ده یاد شوې.

دغه راز د کریم خلیلي د شتمنیو په اړه هم ویل شوي دي.

 ښاغلي خلیلي د خپلې شتمنۍ د تثبیت په فورمه کې ویلي وه، چې پیسې، موتر، شخصي تشبث، قرضداري او یا بل څه نه لري، چې راپور یې ورکړي.

د خلیلي ثبت شوې شتمني یوه حویلۍ او څلور نمرې ځمکه ده، چې د ارزښت په اړهه یې هیڅ معلومات نه دي ورکړ شوي.

 په داسې حال کې، چې امریکایي چارواکي په ځلونو فساد د طالبانو پر ضد د مبارزې د لارې لوی خنډ بولي؛ خو د سیګر په راپور کې هغه ننګونې په ګوته شوي، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې حکومت ور سره مخ دی.

له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ویاند عبدالقهارفرخسیرپه ډاګه کړې، چې، دې ادارې د چارواکو شتمني ثبت کړې ده؛ خو دا نشي تائیدولی، چې دا رښتیا دي او کنه.

هغه زیاتوي، په دې اړه څېړنې شته او مونږ د خلکو اندونو ته په تمه یو. که داسې نه وي د هغو د اندونو له مخې به په کې بدلون راوستل شي.

ځینې څیړونکي د کرزي په دوره کې د فساد عمده موارد داسې بیانوي.

د روڼتیا څیړونکی محمدناصرتیموري وایي، د تدقیق موخه شتمني ده؛ د شتمنۍ له تدقیق پرته ثبت بې معنا دی.        

تر اوسه حامد کرزي او هغو کسانو په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی، چې سیګر یې یادونه کړې ده.

د ملي وحدت حکومت مشران هم فساد هغه پدیده بولي، چې په وینا یې له تېر حکومت ورته په میراث پاتې ده؛ خو دې ته په کتو، چې د نوي حکومت نږدې دوه کاله پوره شول اوس هم د افغانستان له تندي د فاسد نوم نه دی پاک شوی.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!