تازه خبرونه
د جزا تازه کود هر جرم ته سزا ټاکلې
د جزا په تازه کود کې بچه بازۍ، سایبري او ټاکنیزو سرغړونو، انساني قاچاق او پورنوګرافۍ ته لنډمهالې او درندې سزاوې ټاکل شوې دي.
په دې راپور کې د جزا تازه او پخوانیوکودونو ته لنډه کتنه شوې، چې پخواني هغه یې د ډېرو جرمونو په وړاندې عاجز و او چوپتیا لرله؛ خو تازه کود هر جرم ته سزا ټاکلې، چې مهمې برخې یې دادي:
د ځانمرګي په اړه د جزا تازه کود د ۲۶۵ مادې له مخې، د برید تر سره کونکی او یا شریک او مرستیال یې په اعدام محکومیږي.
د دې کود ۶۵۴ماده د بچه بازۍ ده؛ څه، چې په افغانستان کې له پخوا ریښه لري او نن سبا دغه ناوړه پدیده ډېره پراخه شوې ده. د یادې مادې له مخې؛ څوک، چې نرینه هلک د جنسي ځورونې او یا نڅا په موخه ساتي په منځني بند( درې کاله) محکومیږي. دغه راز هر هغه څوک، چې په خپل کور کې د بچه بازۍ مراسم جوړوي؛ په درې میاشتې بند محکومیږي او څوک، چې د بچه بازۍ په مراسمو کې ګډون کوي پر نغدي سزا، چې له پېنځه څخه تر دېرش زره افغانۍ دی هم محکومیږي.
د دغه کود ۸۶۸ ماده د سایبري جرمونو سزا ته ځانګړې شوې؛ څوک، چې د چا خصوصي غږ او انځور د هغه له خوښې او خبرولو پرته په انترنت کې خپروي، په منځني یا تر دوه کلونو بند او یا نغدي سزا، چې له شپیته زره څخه تر یوسل و شل زره افغانۍ کیږي، محکومیږي.
د۶۷۰ مادې له مخې؛ که څوک په انترنټ کې داسې غږیز او انځوریز پیغامونه، چې په کې سمتي، ژبنیو، دیني او مذهبي تعصباتو ته لمن وهل شوي وي، خپاره کړي، په لنډ مهال بند محکومیږي.
۶۶۹ ماده حکم کوي؛ کوم شخص، چې په عامه ځایونو کې د ماشوم او ښځې د ځورونې سبب شي پر نغدي سزا، چې له پېنځه زره څخه تر لس زره افغانۍ دي، محکومیږي.
۸۷۴ ماده ټینګار کوي؛ څوک، چې په انترنت کې بربڼډ او پورنوګرافي تصویرونه خپاره کړي، پر منځني بند، چې دوه کاله کیږي او نغدي جریمې، چې له شپېته زره څخه تر یوسل و شل زره افغانۍ دي، محکومیږي.
د جزا کود د فساد جرمونو په ځانګړي توګه اختلاس او ټاکنیزو جرمونو ته هم لنډمهاله او اوږدمهاله بند وړاندیز کړی دی. تعصباتو ته لمن وهل لنډ مهال بند او د داسې یوې ډلې په ګټه اعتراض، چې د دولت مخالفه ده، اوږدمهال بند ورته ټاکل کیږي.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان د جزا تازه کود په سیمه او حتا د اروپایي هېوادونو په کچه بې ساری ګڼل شوی دی.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ