Connect with us

تازه خبرونه

د ترهگرو د ظلم پر وړاندې باید چوپتیا غوره نه شي – غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

GHANI

د افغانستان ولسمشر د مونیخ په غونډه کې د ترهګري د ګواښونو سره د ګډې مبارزې او د هغو د سرچینو د پېژندنې غوښتونکی شو.

ولسمشر غني په دې غونډه کې وویل چې له دې وروسته باید د ترهګرۍ په وړاندې چوپتیا غوره نه شي.

ښاغلي غني همدارنګه د هغو ننګونو یادونه وکړ چې افغانستان ورسره مخ دی؛ خو زیاته یې کړه چې افغانستان به په دې ټولو ستونزو بر شي.

ولسمشر د مونیخ په غونډه کې د ترهګرۍ ګواښونه نړیوال بولي او له هغو سره د ګډې مبارزې غوښتونکی دی.

غني داعش، القاده او نورې ترهګریزې ډلې بې لارې ګڼي:

“آغلو او ښاعلو! موږ له رښتیني اسلام، د ولس له باورونو او د نوي نسل د هیلو په اړه غږیږو. داعش، القاده او نورې ترهګرې ډلې بې لارې شوي دي. تروریزم ځانګړی ځان نه لري. افغانستان د ترهګرو د ملاقات ځای دی.”

ولسمشر غنی جنایتکاري شبکي د جنگ محرکې وګڼلې.

له دې ټولو سره سره ولسمشر غني وایي چې افغانستان به په دې ټولو ستونزو بر شي او د افغانستان خلک اوس چمتو دي څو نه تنها یوه نوې پاڼه پرانیزي، بلکې له نړیوالې ټولنې سره د مرستو، درک او مشارکت د یو نوي کتاب پرانستونکي به وي.”

د مونیخ امنیتی غونډه د نړیوالو امنیتي سیاستونو په اړه د هیوادونو د نظر د تبادلې له پاره هر کال د یوې مشخصې موضوع په محوریت دایریږي.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!