بلخ @ps
د بد خشان ولایت اووه نورې و لسوالۍ له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دي
د بدخشان ولایت مسوولین وایي، د بد خشان ولایت اووه نورې و لسوالۍ له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دي.
د بد خشان ولایت مرستیال ګل محمد بیدار وايي، چي د هوا له ګرمیدو سره په دې ولایت کي امنیتي ستونزې زیاتي شوې دي.
نوموړی زیاتوي، په دې ولایت کې شاوخوا ۱۷۵۰ تنه د دولت وسلوال مخالفین فعالیت لري، چې ۴۰۰ یې بهرني ترهګر دي.
د ښاغلي بیدار په وینا؛ مخالفین هڅه کوي، چې د یاد ولایت یو شمېر نورې ولسوالۍ هم سقوط کړي، خو دولتي ځواکونه ورسره په سختو جګړو اخته دي.
نوموړی وايي دمګړۍ اووه ولسوالۍ له سخت امنيتي ګواښ سره مخ دي.
که څه هم هغه وايي، چې له مخالفینو سره جګړه روا نه ده؛ د نړیوالو له مرستي پرته د افغان ځواکونو امکانات محدود دي.
د یاد ولایت د کوف اب ولسوالۍ پولیس او امنیتی مسوولین وايي، چي له تېرو دوه کولونو راهیسی نظامي البسه او حتا د امنيه قومنداني له پاره د فترنه لري.
دی زیاتوي؛ هغه نظامي وسایل، چې په جګړه کې ویجاړ شوي هم دولت يي د جوړولو له پاره اقدام نه دي کړی.
د کوف اب ولسوالۍ اداري مدیر سمونوال نورالله څرګنده کړه، چې پر مونږ د تا جیک جنګیالیو او کورنیو طالبانو له خوا د ولسوالۍ د نیوالو له پاره برید وشو؛ خو مونږه يي مخه ونیو له. دولت باید زمونږه ستونزه حل کړی.
د ملي د فاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، چي د بد خشان په ګډون د هېواد یو شمېر نور هغه ولایتونه، چي له لوړ ګواښ سره مخ دي هر راز لوازم امکانات ورته استول شوي. د ښمن ته به اجازه ورنکړو، چي په بد خشان کي نور مخکی راشي او هغه سیمي، چي په واک کې یې دي؛ هغه به هم ورڅخه خلاصی کړو.
د بد خشان ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، که څه هم د روان کال له پیل څخه په یو شمیر و لسوالیو کي د مخالفینو له خوا بریدونه شوی، چې د امنیتي ځوانو له خوا ورته ماتي ورکړ شوي او خپلو موخو ته نه دي رسیدلي.
خبریال: اسلم حجاب.
بلخ @ps
ايتالوي سيلانيانو د افغانستان په بلخ ولايت کې له تاريخي سیمو ليدنه وکړه
د یکشنبې پر ورځ د بلخ له تاریخي آثارو څخه د لیدونکیو یوې ډلې ایتالوي سیلانیانو څرګنده کړې، چې د ډاډمن امنیت له کبله بریالي شوي، چې په تېرو نهه ورځو کې له بامیان، هرات او کابل ولایتونو څخه هم لیدنه وکړي.
د نهو بهرنيو سيلانيانو دغه ډله وايي، چې افغانستان ته د سفر پر مهال يې د دغه هېواد د خلکو له فرهنګ او دودونو سره مينه پيدا کړې ده.
دې سیلانیانو، چې د بلخ ولایت له تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو څخه د لیدنې لپاره مزارشریف ښار ته سفر کړی څرګندوي؛ له نهه ورځو راپدیخوا یې په افغانستان کې له تاريخي آبداتو لیدنه کړې او له باميانو، هرات او کابل وروسته اوس بلخ ته راغلي دي.
ایتالوي ګرځندوي لوکا په ډاګه کړې؛ زه ډېر ښه احساس لرم. زه له دې افغاني جامو سره د آرامۍ احساس کوم. دا جامې په ګرم موسم کې ډېرې ښې دي. واقعاً دا جامې د افغانستان د اقلیم لپاره جوړې شوي دي. کله، چې زه بېرته ایتالیا ته لاړم دا جامې به هلته هم کاروم.
ایتالوي ګرځندویه راضیه وایي؛ زه ترکي الااصله ایتالوۍ یم. اوس افغانستان ته راغلې یم او د دې ښکلي هېواد له لیدو ډېره خوښه یم. دا هغه څه دي، چې ما د دې هېواد د ښکلا په اړه اوریدلي وه. زه دلته د دې ځای پر لیدو حیرانه یم.
دغه بهرني سیلانیان وايي، چې په بهر کې د افغانستان په اړه ناسم فکر کیږي؛ خو تېره اوونۍ مو د خپل سفر په بهیر کې د افغان ټولنې مثبت واقعیتونه ولیدل.
ایتالوي ګرځندوی رابرتو څرګنده کړې؛ زه واقعیاً ډېر خوشحاله یم، چې دلته راغلی یم او پهدې ښکلي هېواد کې یوو. دا هېواد، چې لرغونی تاریخ او ډېر زوړ فرهنګ لري؛ زه یې رښتیا هم په لیدو خوشحاله یم.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شمېر د زیاتوالي خبره کوي. او وایي؛ په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرخندوی آمر عبدالړاحد احدي وايي، چې د روان کال په لومړيو درې مياشتو کې له ټولې نړۍ څخه څه باندې ٢٠٠ بهرنيو سيلانيانو بلخ ته سفر کړى دى.
بلخ د هېواد په شمال کې د څه باندې سل لرغونو او تاريخي آثارو او سيمو لرونکی ولایت دي، چې هر کال ګڼشمېر کورني او بهرني سيلانيان ورځي.
حضرت علي کرم الله وجه ته منصوبه مقبره، د مولانا جلال الدین د پلار خواجه پارسا ولي خانقاه او د رابعې بلخي مقره د بلخ ولایت له لرغونو او مهمو ځایونو څخه دي.
دغو ګرځندویانو ويلي؛ په افغانستان کې وضعیت د هغه څه برعکس دی، چې د یو شمېر بهرنیو رسنیو له لارې یې په اړه څرګندونې کيږي.
بلخ @ps
د بلخ په مرکزي روغتون کې د کانګو ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شول
د بلخ ولایت روغتیايي مسوولین وايي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په دې ولایت کې د کانګو پر ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.
د بلخ د عامې روغتیا رییس په خلکو کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه د اندېښنې پر څرګندولو ويلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغې ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا رییس نجيب الله توانا د کانګو تبې پر وړاندې د همغږۍ په غونډه کې وويل، چې تر اوسه پهدې ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.
د بلخ ولایت د پېنځه سوه بستریز روغتون رییس داکتر نبی الله امیري ویلي؛ دغه ناروغي خطرناکه او وژونکې ده او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له څارویو سره له اړیکو ډډه وکړي.
دغه راز د بلخ سیمهییزو چارواکو له رسنیو او د دغه ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه غوښتي، چې له عامې روغتیا ریاست سره دې د خبرتیا په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
د بلخ ولایت د کورنیو غړي، چې خپلوان یې پهدې ناروغۍ اخته شوي، له نورو ښاریانو غوښتنه کوي، چې د داکترانو لارښوونې دې جدي ونیسي.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي ذبيح الله نوراني له رسنيو وغوښتل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، چې د دغې وژونکې ناروغۍ له زيانونو ځانونه خبر کړي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست چارواکي د کانګو تبې د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د لوی اختر له رارسېدو سره به د څارویو د پیر او پلور په بازارونو کې نوره ګڼه ګوڼه هم پیدا شي.
بلخ @ps
په بلخ هوايي ډګر کې له تېرو ۱۹ میاشتو راپدیخوا د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی
د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر مسوولین وايي؛ په څه باندې یو کال کې یې د ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو او دری میلیون دالرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد په شمال کې تر ټولو لوی هوايي ډګر دی، چې په تېر کې له دې هوايي ډګر څخه د سرو زرو او امریکايي دالرو د قاچاق په تړاو ګڼې اندېښنې وې.
د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره له دې هوايي ډګره د سرو زرو او دالرو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر مرستیال عبدالغفار فاروقي څرګنده کړې؛ په تېرو ۱۹ میاشتو کې توانیدلي، چې په دې هوايي ډګر کې د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو او دری میلیون امریکا يي دالرو د قاچاق مخه ونیسي.
د عبدالغفار فاروقي د څرګندونو له مخې؛ د یاد هوايي ډګر ۲۰ کارکوونکیو ته د ازبکستان هېواد له لوري مسلکي زدهکړې ورکړ شوې، چې له همدې کبله په دې هوايي ډګر کې لازمې اسانتیاوي رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي؛ د هوايي ډګر برښنا له ۲۰ کلونو وروسته د جنراتوري برښنا پرځای له ښاري برښنا سره ونښلول شوه، چې له دې کار سره د ډېرلګښت مخه ونیول شوه.
په مزارشریف ښار کې د جلالدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد یو له سترو هوايي ډګرونو څخه دی، چې د آلمان او عربي متحده اماراتو پر مالي مرسته جوړ او پر پوره تجهزاتو سمبال دی.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه14 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ12 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول