Connect with us

تازه خبرونه

د باروړونکیو موترو سراسري ټولنې د فعالیت نه کولو ګواښ وکړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-12-01-15h18m13s55

د باروړونکو موټرو سراسري ټولنه وایي، چې په لویو لارو کې مو له موترو څخه د پولیسو او فواید عامې وزارت مامورین پیسې اخلې او د همدې ناقانونه اخیستنو له کبله نور نه شي کولی خپل فعالیت روان وساتي.

 دوي خبرداری ورکوي، چې که یې ستونزې حل نه شوې، د لیندۍ په ۲۲ به خپل فعالیتونه بند کړي.

د افغانستان د باروړونکیو موترو ټولنې رییس طلا محمد اتمانزی وایي، د کورنیو چارو او ټولګټو وزارتونو مامورین پر بېلابېلو نومونو زمونږ  د کار په وړاندې فساد ته زمینه برابروي.

د هغه په وینا؛ یاده ستونزه مو له و لسمشر سره شریکه کړه، خو اوس هم  نه ده  حل شوې.

اتمانزي ټینګار کړی؛ حاضر یو، چې ټول شواهد ورته وړاندې کړو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له دې ستونزې بې خبر ښودلې او وایي، د باروړونکیو لاریو د ستونزو په اړه تر اوسه مونږ نه یو خبر. که په هره برخه کې  د پولیسو له خوا ستونزې وي، مونږه حاضر یو، چې په ختمولو کې یې  له دوی سره همکاري وکړو.

د باروړونکیو موترو د ټولنې مسوولینو زیاته کړې؛ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې د مالیې وزارت شوې ژمنه، چې ستونزې به یې حل کیږي، نه ده عملي شوې.

د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي، مونږ ټولي چارې  تنظیم کړي او په نږدې  راتلونکي  کې به د اقتصاد په عالي  شورا کې خپل رپوت وړانډې کړو، چې د باروړونکیو موترو ستونزې پرې حل شي.

د باروړونکو موټرو د ټولنې مسوولین وایي؛ د اصلاحاتو په پلمه د لویو لارو په اوږدو کې د فساد ګڼ مرکزونه جوړ شوي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي او د دې حالت د دوام په صورت کې به خپلو کارونو ته دوام ورنکړي.

خبریال: اسلم حجاب 

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!