Connect with us

تازه خبرونه

د انرژۍ او اوبو وزارت د آسياپراختيايي بانک د ۴۱۵ميليون ډالرو مرستې مننه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-12-13-18h18m26s58

د انرژۍ او اوبو وزارت له افغانستان سره د آسیا پراختیایي بانک د ۴۱۵میلیون ډالرو مرستې څخه هرکلی وکړ.

د دغه وزارت مسولین وایي چې ۲۴۰میلیون ډالر په بامیان کې د یوه توربین له پاره ځانګړي شوي او نورې پیسې به په هېواد کې د انرژۍ د تامین په لاره ولګول شي. په همدې حال کې اقتصادي کارپوهان وایي، حکومت به تر ډېره له تولیدي سرچینو څخه د برښنا پر تولید تمرکز وکړي.

د آسیا پراختیایي بانک څلور سوه پنځلس میلیون ډالر په افغانستان کې د انرژۍ د تامین له پاره لګوي. دغه پیسې د پلخمري د سب ستېشن له پاره چې د ترکمنستان برښنا له هېواد سره نښلوي، په بامیان کې د دوو سب ستېشنو او له تخار څخه بدخشان ته د برښنا د مزو پر انتقال ولګول شي. د انرژۍ او اوبو وزارت دغه پیسې د انرژۍ په برخه کې د هېواد د خودکفایي له پاره مهمې بولي.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال امان‌الله غالب وايي: “د پر ځان بسياينې د پلان له پاره دوه پروګرامه لرو، يو دا چې توليد لوړ کړو او بل دا چې د برېښنا لېږد د هر ولايت په مرکز کې له عمومي شبکې سره وتړو چې دا خپله د انرژي امنيت لوړوي او په هېواد کې اقتصاد ته وده ورکوي.”

که څه هم ډېرې پیسې د انرژۍ د تامین او د هېواد د په ځان بسياينې له پاره لګول شوې دي، خو کارپوهان وایي چې د اغېزمنې تګلارې نشتوالی د دې سبب شوی چې افغانستان ونه کړای شي،په انرژۍ کې په ځان بسيا شي.

اقتصادي شنونکی حسیب‌الله موحد وايي: “که دولت وکولای شي، منظم پلان ولري، د برېښنا په توليدي سرچينو تمرکز وکړي او په عوايدو يې وکړای شي نور فرعي سټېشنونه جوړ کړي چې دا کار بيا يوې منظمې ستراتيژۍ ته اړتيا لري.”

د شمېرو له مخې، تېرو کلونو کې د برښنا د تامین له پاره نږدې دوه میلیارد ډالر لګول شوي خو لا هم دغه هېواد اویا سلنه په وارداتي برېښنا تکیه لري.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!