تازه خبرونه
د امریکایي جګپوړي جنرال وژنې کورني او بهرني غبرګونونه را وپارول
د یوه افغان سرتېري له خوا د امریکایي جګپوړي جنرال هارولد ګرین وژنې کورني او بهرني غبرګونونه را وپارول.
یو شمېر پوځي کارپوهان د کابل په پوځي اکاډمي کې د سې شنبې د ورځې پېښه د ملي دفاع وزارت له خوا کمزوری مدیریت بولي. د دوی په باور دا پېښه مخکې پلان شوې وه.
دا لومړی ځل نه دی، چې په پوځي ځایونو کې د ملي اردو او پولیسو له خوا دا ډول پېښې را ولاړېږي.
خو دا ځل یوه افغان سرتېري د قرغې په سیمه کې په پوځي اکاډمي کې یو جګپوړی امریکایی جنرال هدف وګرځاوه. تر پېښې وروسته د ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا یو ترهګر سرتېری وو.
پوځي کارپوه عبدالحق امرخېل وایي، دا پېښه د امریکا او افغانستان تر منځ بې باوري را ولاړوي او خلک هم د پوځ پر وړاندې باور له لاسه ورکوي.
د امریکا او المان پوځیان وایي، چې په کابل کې په پوځي اکاډمي کې د یوه افغان سرتېري د ډزو په اړه څېړنې کوي.
د امریکا دفاع وزارت وایي، چې دفاع وزیر چک هیګل په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له لوی قومندان جنرال جوزف ډانفورد سره ټیلفوني خبرې کړي دي. ډانفورد د دغې پېښې په اړوند هیګل ته معلومات ورکړي او په څېړنو کې یې د لازمې همکاري ژمنه کړې ده.
دغه دوه ستوریز پوځي جنرال هارولد ګرین د سې شنبې په ورځ په کابل کې د مارشال قسیم فهیم په پوهنتون کې د یوه افغان سرتېري په ډزو کې ووژل شو.
د ویتنام له جګړې وروسته دا لومړی ځل دی، چې یو جګپوړی امریکایي جنرال وژل کېږي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، دغه پېښه د نړیوالو ځواکونو او افغان چارواکو له خوا څېړل کېږي.
نوموړی زیاتوي، کولای شم تائید کړم، چې په وژل شویو کې یو امریکایي جنرال هم شته، تر اوسه یې کورنۍ ته د خبرتیا بهیر نه دی بشپړ شوی او نه شم کولای د دغه جنرال په اړه معلومات ورکړم. دا پېښه د آیساف او افغان چارواکو له خوا څېړل کېږي او دا مهال څېړنې روانې دي.
خو د امریکا د پوځ ویاند جوانتیا چانګ وویل، د دغه جنرال کورنۍ په دې باور ده، چې افغانستان او امریکا یو اتل له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه، کورنۍ یې له ما وغوښتل، چې دا پېغام ورسوم، چې هغوی باور لري چې پوځ او همدا راز افغانستان او پاکستان یو رښتینی اتل له لاسه ورکړ. کوم جنرال چې افغانستان کې ووژل شو زمونږ د نړیوال ائتلاف ملګرو تر څنګ یې په افغانستان کې د افغانانو د وضعیت د ښه والي لپاره کار کاوه او په رښتیا سره یې پرې ویاړ کاوه.
له دې سره په یوه وخت د اروپایي ټولنې د پلاوي رئیس او ځانګړي استازي هم په یوې خبرپاڼه کې دا برید غندلی دی. د المان پوځ هم تائید کړې، چې دغې پېښه کې یو الماني جنرال ټپي شوی.
که څه هم د امریکا لوی درستیز تر پېښې وروسته وویل، امریکایي پوځ په افغانستان کې خپل ماموریت ته ژمن دی او له افغانانو سره په ګډه د امریکایي او ائتلاف ځواکونو د امنیت د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، خو د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس وایي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ساتنې لپاره پرمختګونه بسنه نه کوي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه19 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ17 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی18 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ