Connect with us

تازه خبرونه

د افغان انځورگر نجیب الله مسافر نیونه قانوني نه ده- توحیدي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

twhidi_110954590

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره( نی) د افغان فوتو ژورنالیست نجیب الله مسافر نیونه ناقانونه بولي او له محکمې غواړي، چې په خپل حکم له سره غور وکړي.

افغان فوتو ژورنالست نجیب الله مسافر د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې په شپږ میاشتي بند محکوم شوی او اوس د څرخي پله په زندان کې پروت دی.

نجیب الله مسافر اته کاله مخکې کله، چې د کلید گروپ د عکاسانو ريیس و؛ د ښوونکي د ورځ په مراسمو کې د زدکوونکیو له پرید څخه تصویر اخیستی او بیا یې خپل دا تصویر د هنر هفتم په نوم پر یو پروډکش(تولیدي بنسټ) پلورلی دی.

دغه پروډکشن د باسکیتبال د توپ په ځای د اتصالاتو د خصوصی کمپنۍ لوگو وهلې ده.

نجونو هغه وخت دولت ته عرض وکړ او نجیب الله مسافر په لس زره افغانیو جریمه شو؛ خو وروسته له اته کلونو یو ځل بیا د هغه دوسیه راپورته شوه او نوموړی په شپږ میاشتې بند محکوم شوی دی.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې رییس صدیق الله توحیدي وايي:

د نجیب الله مسافر په اړه د محکمې پرېکړه غیر عادلانه ده او باید پخپله پرېکړه له سره غور وکړي.

د کاپي رایت قانون، چې په تقنیني فرمان عملي گڼل شوی، د دولسمې مادې په لومړۍ فقره کې وايي:

ددغه قانون له مخې د اثر پنځوونکی کولای شي، چې خپل مادي حقوق په لیکنې بڼه، د هدف، ځای او څومره والي په معلومولو سره بل سړی ته ورکړي یا يې وپلوري.

کلیپ: انځورگرمسعود حسیني وایي:

استاد مسافر له لومړنیو انځورگرانو دی، چې افغانستان ته یې د انځورگرۍ ښوونیزې زدکړې راوړې. دی ولې په هغه کار مجرم وگڼل شي ، چې تر سره کړی یې نه دی او په بند کې وي.

نی د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو د اندېښنې څرگندولو تر څنگ وايي، چې حکومت په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د اته وژل شویو خبریالانو له دوسیو څخه یوه هم نده څيړلې.

خبریاله: فرحناز فروتن.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!