Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان په زندانونو کې ناوړه چلند او شکنجې روانې دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

AFGHAN BESEEEM

د ماليې وزارت وايي چې د افغان بیسیم د (مای منی) د سیستم له لارې دولتي کارکوونکي کولی شي په ډیره اسانۍ سره له ځانګړو ماشینونو څخهخپل معاشونه ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت د چارواکو په وینا د دغه سیستم په سرتاسري کیدو سره به ټول دولتي مامورین په هغو لرې پرتو سیمو کې هم خپل معاشونه د دغه سیستم له لارې تر لاسه کړي چې هلته د بانګونونو نماینده ګۍ هم نه وي.

افغان بیسیسم اوس دغه سیستم په کابل کې په ازمایښتي ډول فعال پیل کړی.

د مالي وزارت چارواکي وايي؛ د هیواد په یو شمیر هغه سیمو کی چې بانکی خدمتونه شتون ونه لري؛ دولتي کار کوو نکي خپلې پیسې د افغان بیسیم د مای منی(زما پیسی) له خدمتونو څخه په پوره ډول تر لاسه کولی شی.

شفیق احمد قاری زاده د مالي وزارت د پلان مرستیال:

په تیره کی زموږ د مامورینو د معاشونو په اجرا کی بلخصو ص په ولایتونو کی فساد کیده چی ددې سیستم په فعالیدو سره به فسا ختم شی.”

دافغان بیسم مخابراتی شرکت رییس هم وايي چی د نوي سیستم په فعالیت سره مامورین کولی شي له هر ډول فساد پرته او پروخت خپلی پیسی ترلاسه کړی.

د مامورینو معاشونه لومړی دماليي وزارت له خوا بانکونوته استول کیږی او بیا هغه کارکوونکی چې له افغان بیسم سره نوم لیکنه ولري هغوې ته د هیواد په هره برخه کی چې وي پیسې رسول کیږی.

د افغان بیسیم مخابراتی چارواکی وایی د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو یی دا سیستم جوړکړی دی.

امین رامین دافغان بیسم مخابراتی شرکت رییس

مونږ اوس په کابل کی دا سستم په ازمایښتي ډول فعال کړی. هر وخت چي دمالیې وزارت وغواړي؛ نورو ولایتونه ته یی استوو. مونږ ۲۰ میلونه کسانو ته د معاشونو د اجرا لپاره سیستم تیار کړی ده.

په ورته وخت کي د نوي کابل بانک رییس احمد ضیا ضیا هم وايي چی د دغه سیستم په فعالیدو سره به د معاشونو په برخه کی د دولتی کارکوونکو ستونزې ډیرې راکمې شي.

احمد ضیا ضیا دنوي کابل بانک رییس:

په ډاډ سره ویلای شم چې د دې سیستم په فعالیدو سره به د مامورینو معاشونه له هر ډول لاسوهنې وژغورل شي او هر چیري چي وي، خپل معاسونه به تر لاسه کوي.

دغه سیستم د اوس لپاره په کابل کی فعال دي او د لومړی ځل لپاره د ماليي وزارت ۵۰ تنو مامورینو پکي نوم لیکنه کړې. هغه مامورین چی اوس په نوي کابل بانک او میوند بانک کې حساب ولري، کولی شی چی د افغان بیسیم د مای مني له دي خدمتونو ګټه واخلي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!