Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د سولې بله ناسته به په همدې میلادي میاشت کې جوړه شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-04-08-12h12m05s84

د پاکستان د لومړي  وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج  عزیز وایي، د افغانستان د سولې له پاره  به بله څلوراړخیزه ناسته د همدې  میلادي میاشتې  په اوږدو کې ترسره شي.

نوموړي د خپل هېواد د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پرمهال وویل، چې د څلوراړخیزې ناستې درې نورهېوادونه هم مسوولیت لري،  چې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ  خبرو بهیر بریالی کړي.

 ده وویل؛  پاکستان په دې  برخه کې په یوازې سر د ناکامیو مسوول نه دی.

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار وایي، پاکستان به د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي، خو اسلام آباد نه شي کولی طالبان تر فشار لاندې راولي، چې د سولې بهیر ته را وګرزي. زه نه شم کولی دغو خبرو ته ضرب الاجل یا وړاندې شرط وټاکم. مهمه دا ده، چې د سولې د خبرو د پیل له پاره هڅې دوام وکړي؛ ځکه که مونږ خپلو هڅو ته دوام ورکړو، بالاخره به یوې نتیجې ته ورسیږو.

کابل له اسلام آباده غواړي، چې نور نو وخت ضایع نه کړي او تېرو څلور اړخیزو ناستو کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، پاکستان باید نه پخلاکیدونکې ډلې په خپله خاوره کې له منځه یوسي.

د ولسمشر مرستیال ویاند  دوا خان مینه پال وایي، پاکستان د څلور اړخیزې ناستې ژمنې پلې نه کړې ، چې دې کار د سولې د بهیر مخه ډپ کړه. مونږ له طالبانو سره د جګړې بشپړه تیاري؛ له پاکستان څخه غواړو ، چې نور د سولې مخې ته خنډ نه شي او خپلې ژمنې پلې کړي.

شنونکي هم په دې باور دي چې پاکستان هڅه کوي د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلې ژمنې تازه کړي او له دې لارې غواړي افغان حکومت بوخت او د جګړې اور تود وساتي.

سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، پاکستان ژمنه کړې وه، چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې طالبان ناستې ته حاضر کړي، چې ورته ژمن پاتې نه شو او طالبانو هم د خبرو بهیر رد کړ. له دې وروسته که هر سیاستمدار د پاکستان پر ژمنو باور وکړي، له سیاسي احمقه به بل څه نه وي.

د مولانا سمیع الحق په مشرۍ د جمیعت علمای پاکستان ګوند وایي، له افغان طالبانو په ملاتړ  ویاړ کوي او د دغې دلې له جنګیالیو به ملاتړ راتلونکې کې هم دوام وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیرعمرزاخېلوال دغې ناستې ته په خبرو کې له پاکستان وغوښتل، چې په تېرو څلور

اړخیزو ناستو کې پخپلو ژمنوعمل وکړي.

ده وویل؛  هغه ډلې، چې سولې ته نه حاضریږي، وبه ځپل شي.

افغان سفیرزیاته کړه؛ د سولې بهیر د نه پیل اصلی علت د طالبانو  وروستۍاعلامیه ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له افغان حکومت سره به مخامخ خبرو ته حاضرنه شي. 

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!