Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د رغاونې ترنامه لاندې یو نړیوال نندارتون جوړ شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-11-18-19h01m10s70

په دغه نندارتون کې د افغانستان په ګډون د ترکیې، ایران، سعودي عربستان او یو شمیرنورو هیوادونو د ساختماني چارو پانګوالو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، که څه هم له تېر میلادي کال را په دیخوا د افغانستان ساختماني سکتور ډیر زیانمن شو، خوزیاتوي چې اوس په افغانستان کی دپانګونې لپاره زیات امکانات برابردي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم وایي حکومت ژمن دی چی پانګوالو ته زمینه برابره کړي.

دسوداګرۍ او صنایعو خونی له خوا څخه دافغانستان درغاونی ترنامه لاندی یو څلور ورځنی نندارتون په کابل کې پرانستل شو. په دغه نندارتون کی په ساختماني برخه کې له ایران، افغانستان، ترکیې او د سعودي عربستان نه د ساختمانی چارو پانګوالو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

د سوادګرۍ او صنایعو خونې عامل رییس کلیپ: عتیق الله نصرت وایی چې اوس په افغانستان کې پانګونې ته امکانات زیات دي اوافغان ساختماني شرکتونه دسیمی او ګاونډیو له ساحتماني شرکتونو سره سیالي کولی شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال مزمل شینواری د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په هېواد کې د دا ډول نندراتونو جوړول ګټور بولي او زیاتوي چې حکومت به له خپلو تولیداتو او پانګوالو څخه ملاتړ وکړي.

یو شمېر پانګوالو هم چې خپل تولیدات نندارې ته ایښي دا ګټور اقدام ګڼي.

یو تن ایرانی سوداګر په دې اړه وايي چې مونږه ډیر لیوال یو چې په افغانستان کې پانګونه وکړو، ځکه په افغانستان کی ډیره زمینه برابره ده. د پانګونې په برخه کی مونږه هم دلته خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

په دې نندارتون کې په ۵۵ غرفو کې د ګډون والو شرکتونو تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې کابل کې د افغانستان په ګډون د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د ساختماني شرکتونو تولیدات نندارې ته ایښودل کیږي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل ته راغلي مالیزیایي پلاوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

کابل ته راغلي د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو، د مالیزیا صدراعظم د دفتر سلاکارانو او د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره وکتل.

‌‌د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل ته د راغلي مالزیایي پلاوي ځانګړې استازې میرمن داتو دوکتور شازلینا د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت ارزولی او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراحتیا ډاډ څرګند کړ.

هغې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د مالیزیا یو سوادګریز پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي.

میرمن داتو دوکتور شازلینا زیاته کړې: مالیزیا هوډ لري، چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکیو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په اړه له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په یادو برخو کې یې له افغانستان سره د مالیزیا له لیوالتیا او همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي او له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډ او سيمه ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي.

هغه وایي: په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د فرصتونو له شتوالي ډاډ څرګند او زیاتوي، چې افغانستان د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لیواله دی.

‌د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان او مالیزیا د ولسونو او حکومتونو ترمنځ شته ډیپلو ماټیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا هېواد له مرستو مننه وکړه.

نوموړي د مالیزیا له حکومت څخه د هغو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره، چې اوس‌مهال په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زده‌کړو د زمینې او اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

‌دا په دایې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مالیزیا له دولتي پلاوي سره په لیدنه کې ډاډ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې لاسته راوړنې لري او د سیمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه ​​نده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!