Connect with us

انځوريز خبرونه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د مشرانو جرګې استجوابيه غونډې ته حاضر نه شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په بهر كې د افغان كډوالو او هېواد ته د عرب ښكاريانو د غېر قانوني راتګ په اړه د مشرانو جرګې استجوابيه غونډې ته حاضر نه شو.  مشرانو جرګې د بهر نيو چارو د  وزير ضراراحمد عثماني دا كار د اساسي قانون خلاف او د مشرانو جرګې پرېكړې ته سپكاوى وباله.

افغانستان ته د عرب ښكاريانو غېر قانوني راتګ د دې لامل شو، چې مشرانو جرګه د بهرنيو چارو وزير عمومي غونډې ته وروبولي.

محمد علم ايزديار د مشرانو جرګې مرستيال وايي:

عرب ښكاريان په افغانستان كې په غېر قانوني توګه ژوي او مرغان ښكاركوي.

نوموړی دغه راز وايي، چې په بهر كې افغان كډوال هم له ستونزو سره مخامخ دي، خو د بهر نيو چارو وزير مشرانو جرګې ته له راتګ څخه ډډه وكړه او د يو مكتوب په لېږلو سره یې ويلي، چي هغه د استانبول د كنفرانس په اړه په چمتوالى بوخت دى. دې كار د مشرانو جرګې د غړو تند غبرګون را وپاراوه.

د مشرانو جرګې يو شمېر نور غړي بشير احمد صميم او نجيبه حسني وايي، دې ستونزو ته په پام د بهرنيو چارو وزير په خپل مديريت كې د كمزورتيا له امله له مسئوليتونو تېښته كوي.

د مشرانو جرګې د غړو په وېنا همدا اوس ۱۶۰ عرب ښكاريان د هرات او فراه  په دښتو كې د ژويو او مرغانو په ښكار بوخت دي.

تر دې وړاندې هم د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي كېدای شي د ځينو كسانو د ويزو په اجرا كې اداري تېروتنه شوې وي او د دوی په اړه يي څېړنې پېل كړې دي.

Advertisement

انځوريز خبرونه

د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۹)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.

نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.

آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.

هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.

نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!