تازه خبرونه
د افغانستان او لویدیځې آسیا په اړه د روسیې او هند نظرونه ورته والی لري- مودي
د هند لومړی وزیرنریندرا مودي وايي، چې د افغانستان او لویدیځې آسیا د حالاتو په اړه د روسیې او هند نظرونه ورته والی لري.
هند همدارنګه په خپلو سرحدونو کې د تروریزم په اړه هم خپله اندېښنه د بریکس له سرمشریزې سره شریکه کړې ده.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تېره ورځ د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون په موخه هند ته تللی و.
د هند صدراعظم نریندرا مودي د بریکس د غړیو هېوادونو له مشرانو سره په غونډې کې دا هم وغوښتل، چې له تروریزم سره دې د مبارزې په اړه هم بحث وشي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي له سرمشریزې وروسته یوې خبري ناستې ته وویل، چې هند او روسیه د افغانستان او لویدیځې آسیا په اړه د نظر یووالی لري.
ښاغلی مودي او پوتین هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو خپلمنځۍ اړیکې نورې هم ځواکمنې شي؛ ځکه، چې پدې وروستیو کې هند امریکا ته نږدې شوی او روسیې له پاکستان او چین سره اړیکې نږدې کړې دي.
د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین او د هند صدراعظم نریندرا مودي په یوه ګده اعلامیې کې په ډاګه کړې، چې د تروریستانو او د مخدره توکو قاچاقکوونکیو او د هغوی د ملاتړ کوونکیو لپاره نور هیڅ زغم پاتې نه دی.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له روسیې سره د پوځي او برښنایي همکاریو بېلا بېل شپاړلس هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.
د لاسلیک شویو هوکړو له مخې به دواړه هېوادونه په ګډه دوه سوه پوځي هیلکوپتر جوړوي او هند به له روسیې څخه د خپلو بحري ځواکونو لپاره پرمختللې جنګي کښتي اخلي، چې په آسانه کشفیدلی نشي.
هند به همدارنګه له روسیې څخه د توغندیو دفاعي سیستم اخلي، چې د پاکستان او چین تر منځ په سرحدونو کې خپلې دفاعي چارې نورې هم ځواکمنې کړي.
د انرژۍ او برښنا په برخه کې به د روسیې د تېلو له ټولو غټه کمپنۍ- روس نفت د هند د اسار آئیل په کمپنۍ کې د دیارلس میلیارد دالرو پر ارزښت ونډه اخلي.
د هند پر پوځي اډې له برید وروسته په غالب ګمان هغو وسلوالو تر سره کړې، چې د پټیدو مرکزونه یې په پاکستان کې دي.
هندي چارواکو هوډ کړی، چې پاکستان به په سیاسي لحاظ بشپړ راڅنګ ته کړي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼي په دې باور ده ، چې افغانستان د نړیوال تروریزم د جګړې قرباني دی او د نړۍ په استازیتوب په دغه جګړه کې قرباني ورکوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند محمد هارون چخانسوري وايي، چې د افغانستان د جګړې حل نړیوالو او سیمه ییزو ريښتونو همکاریو ته اړتیا لري.
د یادونې وړده، چې هند او روسیه په خپلو سرحدي سیمو کې د مخدره توکو د قاچاق او تروریزم د مخنیوي پر لارو چارو ګډ او بشپړ غور ته هم هیله من شوي دي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه23 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ22 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی22 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري