Connect with us

تازه خبرونه

دیارلس سوه شپږ نوییم کال د افغانستان ورزش ته ښه کال و

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په دې کال کې د ملي وحدت حکومت د ورزش په ډګر کې غوره ګامونه پورته کړل؛ ورزشکارانو هېواد ته ۲۱۷ مدالونه وګټل او حکومت د المپیک موازې ادارې او فدراسیونونه له منځه یوړل.

په ۱۳۹۶ کال کې ولسمشرۍ ماڼۍ د المپیکونو او فدراسینونو موازي ادارې له منځه یوړې او د ټاکنو د تر سره کیدو پلان یې پلی کړ. دغه راز د المپیک ریاست ته په ۹۷ کال کې د ټاکنو پلان جوړ شو.

په شپږنوییم کال کې د افغانستان فوتبال د آسیا د ملتونو له جام سره د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې مخه ښه وکړه؛ خو د مرکزي آسیا په سیالیو کې له شپاړس کلونو څخه ټیټ عمره فوتبال لوبډلې اتلولي تر لاسه کړه.

په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان ساحلي فوتبال لوبډلې په چین کې دوه یم مقام خپل کړ.

د افغانستان فوتسال هم په زړه پورې پرمختګونه لرل او په ‌آسیایي پېنځم  پړاو سیالیو کې ملي لوبډلې ته پرمختګونه په برخه شوي دي.

په شپږ نوییم کال کې د افغانستان کرکت لوبډلې له زیمبابوې څخه د لویو وچو او یوه ورځنۍ لوبې وګټلې، د نړۍ د نولس کلنو د کرکت لوبډلو په سیالیو کې افغانستان ته څلورم مقام په برخه شو او افغانستان د کرکت نړیوالې شورا دایمي غړیتوب هم تر لاسه کړ.

په دې کال کې د آسیا د ترکستان له رزمي سیالیو څخه افغانستان دولس مدالونه وګټل او په ۶۴ هېوادونو کې افغانستان ۲۶ ځای خپل کړ.

دغه راز افغانستان د سویلي آسیا د زورخانه یي او پهلواني سیالیو په ډګر کې لومړنۍ اتلولي خپله کړه.

په همدې کال کې یاسین سالک قادري د افغانستان د غړیو د ښکلا لرونکي لقب تر لاسه کړ.

د افغانستان د تنکیو ځوانانو موی تالی لوبډلې له رزمي نړیوالو سیالیو درې مدالونه وګټل؛ خو شپږنوییم کال د افغانستان تکواندو ته ښه نه و.

د بدني روزنې او ورزش لوی رییس حفیظ ولي رحیمي وایي، چې دمګړۍ زمونږ ورزشکاران په آرامه او له ناندرو څخه په خلاص چاپېریال کې لوبې کوي. مونږ هڅه کړې، چې په شپږنوییم کال کې د چارواکو په ملاتړ ورزشکارانو ته غوره آسانتیاوې برابرې کړو او ۱۳۹۷ کال به دوی ته ښه زیری ولري.              

ورزشکاران وایي، چې د ملي وحدت حکومت یې لکه، چې په کار ده، لاس نیوی نه دی کړی.

په ۱۳۹۶ کال کې د هېواد ورزشکارانو له بهرنیو سیالیو ۲۱۷ مدالونو، چې ۹۲ د سره زرو، ۳۸ د سپینو زرو او ۸۷ د بروزو دي د خپلو مټو پر زور تر لاسه کړي دي.

خبریال: عبید الله انوري

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!