Connect with us

تازه خبرونه

دفاع وزارت په هېواد کې د لسګونه وسلوالو ترهګرو له وژلو خبر ورکوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ddfa

د افغانستان دفاع وزازت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۶ وسلوالو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ګډو  تعرضې او تهاجمی  عملیاتو د دوه قومندانانو په ګډون، چې په ننګرهار، غزنی، پکتیا    کندهار،زابل ، هرات، فراه،  بادغیس،تخار، بغلان، کندوز، سرپل ، جوزجان او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې تر سره شول ۳۶ تنه وسله وال وژل شوي، ۱۵ تنه  يې ټپیان او ۲ تنه نور يې  نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د غه  ګډ عملیات، چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي او هوایي  ځواکونو پر ملتیا  تر سره شوي د هلمند ولایت د ګرشک، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو په اړوند سیمو کې ۳۰ تنه طالب وسلوال له منځه وړل شوي  او ۷ تنه نور ټپیان دي.

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو۲ تنه سیمه ییز قومندانان هریو مخلص،  کاکو آغا  او د یادی ډلي یو تن د وسلو او مهماتو اکمالونکی هم شامل دي.

خبر پاڼه زیاتوي، همدا راز د ختیځ زون د دفاعی او امنیتې ځواکونو په ګډو چاڼیزو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالی په جوی ۲۷ سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ ټپیان او ۲ نور یې له وسلو سره نیول شوي دي.

خبرپاڼه د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د  ۲ تنو جګړه مارانو د  له منځه وړلو، د دوه نورو له ټپي کیدو هم خبر ورکړی او لیکي، چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په  ولسوالی کې ۲ وسلوال ترهګر وژل شوي او یو بل  يې ټپي دی .

خبر پاڼې دا هم ویلي، چې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو ۵ تنه سرتېری وژل شوي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!