Connect with us

تازه خبرونه

داکتر حمدالله محب د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه معرفي شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشراشرف غني د ملي امنیت نوی سلاکار داکتر حمدالله محب رسماً د دغه بنسټ کارکوونکیو ته وروپېژنده.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلی داکتر حمدالله محب د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۴) له غرمې مخکې د یوشمېر لوړپوړیو دولتي چارواکو په حضور کې د دغه بنسټ کارکوونکیو ته وروپېژندل شو.

ولسمشر غني د نوموړي له معرفي کولو وروسته څرګنده کړه، چې د پخواني سلاکار حنیف اتمر د استعفا منل آسانه کار نه و؛ خو په باور یې د ملي ګټو پر بنسټ اړ و، چې پرېکړه وکړي او د هغه استعفا ومني.

د هېواد ولسمشر زیاته کړې؛ افغانستان له ځینو هېوادونو او بین المللي سازمانونو سره ستراتیژیکې او امنیتي اړیکې لري او د دغو اړیکو مدیریت د ملي امنیت شورا له اساسي دندو څخه دي او په امنیتي برخه کې  د بین المللي او سیمه ییزې اجماع مدیریت هم د دغه بنسټ دندې دي.

ولسمشر غني له داکتر محب هم مننه کړې او وایي؛ په امریکا کې د هېواد یو مبتکر او بریالی سفیر و، چې  په کم وخت کې د افغانستان لپاره د بریالي سفیر په توګه وځلید.

 د ملي امنیت نوي سلاکار داکتر حمدالله محب د ولسمشر له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل: دا لوی مسوولیت دی. لکه څنګه مې، چې د سفارت چارې پر مخ یووړې، دغه راز به هڅه وکړم، چې دغه دنده هم په ښه توګه سرته ورسوم.

ویل کیږي، چې له څو میاشتو راپدیخوا د ولسمشر او حنیف اتمر تر منځ د ځينو مسایلو پر سر د نظر اختلاف پیدا شوی و. ان ویل کیږي، چې په یوه غونډه کې ولسمشر له حنیف اتمر سره لفظي شخړه هم کړې وه.

اتمر ویلي، چې د دولت د رهبرۍ له سیاست او تګلارو سره مخالف و.

له بلې خوا ویل کیږي، چې  حنیف اتمر په غزني او په کابل کې د وروستیو بریدونو په اړه ولسمشر ته ناسم معلومات وړاندې کړي وه؛ نو، ځکه ولسمشر پرې په غصه شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي، چې حنیف اتمر په امنیتي ارګانونو کې هم د پام وړ تارونه غزولي وه، چې ښايي له کبله یې ولسمشر د نظر اختلاف ور سره پیدا کړی وي.   

ولسمشر د اګست میاشتې راپدیخوا حمدالله محب په سیاسي غونډو کې شریک کړی و او په وروستیو څو امنیتي غونډو کې یې هم ورته د ګډون زمینه برابره کړې وه. د چرخي پله له زندان څخه د لیدنې پرمهال هم ښاغلی محب د ولسمشر ملګري و.

حمدالله محب په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي غني په خوا کې و، چې بیا وروسته په امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

د امریکا پوځ د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری ونوماوه.

د ای‌بي‌سي نیوز ټلویزیون د راپور له مخې: د امریکا د مرکزي قومندانۍ د ترسره شوې ارزونې ښيي؛ هغه ادعاوې، چې امریکايي پوځیانو له چاودنې مخکې ځانمرګی بریدګر پېژندلی و، ناسمې دي.

امریکايي چارواکو ویلي، هغه ځانمرګی بریدګر، چې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ افغانان یې وژلي وه، عبدالرحمن لوګري نومېده.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ هغه خپل ځانمرګی واسکټ، چې شاوخوا ۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي یې لرل چولی دی.

د امریکا د پوځ د ارزونې ډلې یوه غړي ویلي، چې لوګری له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا د داعش د خراسان څانګې غړی و او یو ځل د ائتلافي ځواکونو له‌خوا نیول شوی او زنداني شوی هم و.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د امریکا په ولسي جرګه کې ځینو جمهوري غوښتونکیو د دغه هېواد د یوه سرتېري څرګندونو ته په نغوته کې ویلي، چې د دغه برید مخه نیول کېدی شوه.

دغه امريکايي سرتېری، چې د بريد پر مهال په هوايي ډګر کې و؛ ادعا کوي، چې سرتېرو پر يوه کس شکمن ول، خو د  ډز اجازه یې پرې نلرله.

Continue Reading

تازه خبرونه

په خپله خاوره کې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي فعالیت ته اجازه نه‌ورکوو – ایران

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت مخالفان په ایران کې د عامو مهاجرو په توګه ژوند کوي او هغوی ته اجازه نه‌ورکول کیږي، چې په سیاسي فعالیتونو کې لاس ولري.

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي زیاته کړې، هېواد یې هڅه کوي، چې د سیمې د هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ مثبت تعامل ته زمینه برابره او د کابل او تهران اړیکې نورې هم پراخې کړي.

مرتضوي ویلي، چې تهران د اسلامي امارت او ایران ترمنځ  په بېلابېلو برخو کې د شویو تړونونو پلي کېدو ته د لارې پر اوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداکرۍ  او روغتیا په  برخه کې همکاریو ته چمتو دی.

په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سياسي مرستيال پر اسرائيلو د ايران بريد د تهران مشروع حق وباله او زياتوي، چې کابل له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه نن د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو نوی پړاو پیل شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ويلي، چې نن ( د وري اووه‌ویشتمه ) لسګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې پړاو کې اسلام‌آباد هغه کسان هم جبري وباسي، چې د اوسیدو اجازه لري.

د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجبار تخاريویلي؛ اسلام‌آباد باید هغه کسان ونه‌شړي، چې قانوني اسناد لري.

نوموړي له اسلام‌آباده غوښتي؛ هغه کسان دې نه وباسي، چې قانوني اسناد لري.

دی وایي؛ پریږدئ، چې کډوال په تدریجي توګه خپل هېواد ته راستانه شي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل چمتو دی، چې بېرته راستنیدونکیو کډوالو ته رسیدنه وکړي.

په دې پړاو کې هغه مهاجرین هم  ایستل کیږي، چې د پاکستان حکومت ورته “ACC” یا “POR”  اسناد وېشلي دي. له دې  ډلې ۸۵۰ زره  افغانان دغه ډول اسناد لري .

 تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال جبري او یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې یو میلیون او پېنځه سوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!