تازه خبرونه
داعش په لوګر كې هم فعاليت پيل كړى دى
د لوګر محلي چارواكي د دغه ولايت په يو شمير سيمو كې د داعش ډلې د موجوديت پخلى كوي.
په همدې وخت كې د لوګر د ولايتي شورا يو شمير غړي د داعش د گواښونو په اړه خبردارى وركوي.
لوګر د كابل په ګاونډ كې هغه ولايت چې د داعش ډله هڅه كوي چې ځينې سيمې يې تر خپل واك لاندې راولي.
د لوګر امنيتي چارواكي هم دا مني چې دې ډلې په لوګر كې هم فعاليت پيل كړى، خو جدي امنيتي پلانونه نيول شوي چې مخه يې ونيول شي.
د لوګر د پوليسو قوماندان جنرال داوود احمدي:
“له داعش سره مو کومه ستونزه نده راغلې؛ او د اسې معتبر اسناد هم شتون نه لري چې زموږ د ځواکونو په پوسته دې برید کړی وي؛ خو کشفي راپورونو تایید کړې چې په لرې سیمو کې تګ راتګ لري.“
د لوګر د ولايتي شورا يو شمير غړي هم په دغه ولايت كې د داعش ډلې حضور د انديښنې وړ ګڼي او وايي كه حكومت د دې ډلې مخه ونه نيسي نو پايتخت به له ډېرو ګواښونو سره مخ كړي.
د ولايتي شورا غړى -محمد قسيم صديقي:
“په لوګر ولایت کې خلک له دې اړخه په اندیښنه کې دي. په ځینو ټکو کې داعشیان لیدل شوي او داسې ښکاري چې داعش هم خپل فعالیتونه پیل کړي.
د لوګر اوسيدونكي هم له ناوړه امنيتي حالت ستړي شوي او وايي د امنيتي ګواښونو له امله ولسواليو ته تګ راتګ ډير ستونزمن دى.
د لوګر اوسيدونكى – محمد ګل:
“دولت موږ ته هیڅ پاملرنه نه کوي؛ نه موږ ته پام کوي او نه هم امنیتي حالت ته. امنیتي حالت دومره خراب شوی چې که په همدې ډول روان وي، ښايي یوه یا هم دوه میاشتې وروسته دا ولسوالۍ رانسکوره شي.“
د لوګر اوسيدونكى – عبدالرحيم:
“خلک له وېرې له کوره بهر نه شي ګرځېدای؛ هم له ده لوري او هم له هغه لوري سپکيږي. څوک چې سلا لري، هغه هر څه دی او څوک چې سلا نه لري، هغه چپه ده.“
د آریانا نیوز خبریال، رفیع صدیقي د دې موضوع د لاروښانتیا له پاره د دې ولایت د خوشي ولسوالۍ ته تللی؛ چې ویل کیږي داعش د دغه ولايت د خوشي ولسوالۍ د دوبندۍ په كلي كې چې د پاكستان له باړه چنار سره سرحد لري، خپل فعاليتونه پيل كړي.
د دې ولسوالۍ د ځینو اوسیدونکو په وینا، د دې ولسوالۍ په ځینو لارو کې هركله وسله وال له خلكو پوښتنه كوي؛ په داسې حال کې چې د امنيتي ځواكونو څو پوستې هم شته.
مېشت امنیتي ځواكونه د لوړو امنيتي ګواښونو له امله زموږ خبریالته اجازه نه راكوي چې نور وړاندې د دوبندۍ كلي ته لاړ شي چې ويل كيږي د طالبانو ترڅنګ داعش هم په كې خپل فعاليت پيل كړى، خو په ډير ټينګار لږ نور هم مخكې لاړم.
خبریال:رفيع صديقي
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو