تازه خبرونه
حکومت دې د اوربند پر پلمه د سولې مخه نه نیسي- حامد کرزی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې حکومت باید د اوربند پر پلمه د سولې مخنیوی ونکړي.
هغه د سولې د خبرو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني له دریځ سره مخالفت ښودلی او ټينګار کوي، چې هر څومره ژر باید د سولې دروازې پرانیزي.
داسې ښکاري، چې طالبان او امریکایان د سولې د خبرو په وروستي پړاو کې دي او دا ځل یې له پیل شویو خبرو څلور ورځې تېریږي او دواړه خواوې د تاوتریخوالي د کمولو پر څرنګوالي او د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک پر څرنګوالي خبرې کوي. که څه هم امریکا، طالبان او افغان سیاستوال د تاوتریخوالي د کمولو طرحې ته خوښ دي؛ خو په دې اړه د ولسمشر اشرف غني د مخالفت دریځ پېچلې ستونزه رامنځته کړې ده.
پخواني ولسمشر له بي بي سره په مرکه کې ویلي، چې ولسمشر د اوربند پر پلمه باید د سولې مخنیوی ونکړي.
د تاوتریخوالي د کمولو طرحه به د سولې د هوکړې له لاسلیک سره پلې کیږي، چې د پاکستان د لومړي وزیر په وینا دا طرحه کټ مټ اوربند ته پاتې کیږي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي، طالبان او امریکایان د اوربند په درشل کې دي.
نوموړي زیاته کړې: تر هغه ځایه، چې زه پوهیږم طالبان او امریکا د اوربند خوا ته روان دي او مونږ دې کار ته هیله من یو.
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواری، چې ځان د قطر له خبرو باخبره بولي وايي، چې د پام وړ پرمختګ شوی؛ خو اوس هم د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي مسایل وروستي شوي ندي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي؛ جرمني هڅې پیل کړي او له افغان سیاستوالو سره خبرې کوي، چې څنګه کولی شي د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
انګیرنې داسې دي، چې د قطر د خبرو له پای ته رسیدو وروسته به خلیلزاد کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره د خبرو د جزئیاتو تر شریکولو وروسته به امریکا ته ولاړ شي، چې د ولسمشر ترمپ وروستۍ هوکړه تر لاسه کړي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
تازه خبرونه
په تېر یو کال کې د افغان ښځو حقونو وضعیت نور هم خراب شو- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان ښځو حقونو وضعیت په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له کبله ډېر خراب شوی دی.
وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه، د زندان سخت شرایط، ناحقه توقیف او اختطاف، د بیان او رسنیو ازادي، د انټرنیټ کارولو او سیاسي مشارکت ازادیو بندیزونو لګولو په ګډون اداري فساد او پوځي څانګې ته د ماشومانو استخدام د بشري حقونو هغه موضوعګانې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول د جمهوري پېر په قوانینو کې بدلون ندی راوستی؛ خو داسې فرمانونه یې صادر کړي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو او مکلفیتونو سره، چې افغانستان یې ژمنه کړي په ټکر کې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کاري او تعلیمي فرصتونه محدود دي او د غیر اخلاقي کړنو پر تور د ښځو او نرینهوو په وهلو ټکولو کې زیاتوالی راغلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې تعریف شوي او ورکړ شوي دي. په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې تعریف شوي بشري حقونه او کلتور له افغانستان سره توپیر لري او لویدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو ونهتپي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
تازه خبرونه7 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
سیمه ییز خبرونه23 hours ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ