تازه خبرونه
حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې قانون تحریف کړی-مدني او حقوقي بنسټونه
ځینې مدني او حقوقي بنسټونه حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په لار کې د قانون پر تحریف تورنوي.
د حکومت کابینې یوه میاشت مخکې د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون تصویب او دغه قانون د چارشنبې پر ورځ عدلیې وزارت په رسمي ګڼه کې خپور کړ.
اوس ځینې مدني او حقوقي بنسټونه دغه قانون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په لار کې له نړیوالو میثاقونو سره په ټکر کې بولي او ادعا کوي، چې حکومت ټول ناحکومتي غړي د دې قانون د څارنې له کمیتې حذف کړي دي.
د افغانستان روڼتیا څار اجرائیوي رییس اکرام افضلي وایي، دغه قانون د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د ټولو نړیوالو میثاقونو سره په ټکر کې برابر شوی او د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې د کړنو د څارنې لپاره هیڅ نادولتي کمیته په پام کې نده نیول شوې.
د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال گل احمد مددزی وایي: د قانون د منځپانګې بدلون په ځانګړي توګه د کابیني له تائید وروسته قانوني بڼه نلري.
د مدني ټولنو د بنسټ غړی عزیز رفعیي وایي، د فساد پر ضد د مبارزې کمیسیون د غړیو د غوراوي بهیر ممکن نمایشي وي او وېره ده، چې حکومت یې ښایي له وړاندې غړي په پام کې نیولي وي.
د افغانستان عدالت ټولنې مرستیاله لیلما ناصري وایي: مدني بنسټونه پوهیږي، چې په لنډ مهال کې د قانون حاکمیت سیاسي ستونزې رامنځته کوي؛ خو د ثبات لپاره د قانون له حاکمیت پرته بله لار نلرو.
د ملي وحدت حکومت واک ته د رسیدو په لومړیو ورځو کې خلکو او نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې وه، چې د فساد پر ضد د مبارزې قانون جوړوي. که څه هم دغه قانون د ملي وحدت حکومت د کار په لومړي کال کې تائید شو؛ خو تصویب یې څلورکاله وخت ونیوه.
د یادونې ده، چې عدلیې وزارت په دې اړه د خپل دريځ روښانولو ژمنه څرګنده کړه.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه11 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سوداگري23 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
-
نړۍ9 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول